پښتون ژغورنې غونډه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

په پېښور کې پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مناسبت ولسي غونډه وکړه، چې په کې په زرګونو کسانو ګډون کړی و. دې غونډې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او د محسن داوړ په ګډون یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې. دوی غوښتنه کوله، چې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه دې د پولیسو لومړنی رپوټ یا ایف ای ار ثبت شي.