"د طالبانو مرکچي پلاوی ۹ میاشتې له تور نوملړ و اېستل شو"

د انځور حقوق Getty Images

وسلوال طالبان وايي، له امریکا سره د دې ډلې د سولې خبرو مرکچي پلاوی د نهو میاشتو لپاره د ملګرو ملتونو له تور نوملړ اېستل شوی دی.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې وسلوالو طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل او له دې مخکې حکومت هم د دوی پرضد خالد عملیات اعلان کړي دي.

تراوسه ملگرو ملتونو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له امریکا سره خبرو کې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه هم له تور نوملړ د دوی د مشرانو لرې کول و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې دې کسانو کې د طالبانو مرستیال مشر ملابرادر اخوند هم شامل دی.

"د ملا عبدالغني برادر په ګډون ۱۴ غړي له دې نوملړ اېستل شوي، چې خبرو کې ښکېل دي".

د طالبانو دا څوارلس کسیز پلاوی د امریکا له استازو سره تر پنځم ځل خبرو مخکې د دې ډلې مشر تابه ټاکلي دی.

* طالبان د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

* وسله وال طالبان به څنګه عادي ژوند ته ستنېږي؟

* طالبان: د تور لېست له کبله مو پاکستان ته سفر وځنډېد

ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر مرستیال او له نږدې اتو کلونو راهیسې پاکستان کې بندي و.

خو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د امریکا د خبرو پیلېدو سره نوموړی شپږ میاشتې مخکې له بند خوشی شو.

ملا عبدالغني برادر د تېرې فرورۍ په ۲۴ ځانګړې الوتکه کې له پاکستان قطر ته لاړ او د همغې میاشتې په ۲۵ یې له زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

نوموړی له هغه راهیسې د طالبانو د قطر دفتر مشر دی، چې له امریکا سره د خبرو مسوولیت لري.

د طالبانو مرکچي پلاوي کې پر ملا عبدالغني برادر سربېره، شیر محمد عباس ستانکزی، ملا امیر خان متقي، شهاب الدین دلار، عبدالطیف منصور، مولوي عبدالسلام حنفي، ملا خیر الله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق، مولوي ضیا الرحمان مدني، ملا نورالله نور، سهیل شاهین او ملا فاضل مظلوم شامل دي.

انس حقاني هم دې پلاوي کې شامل دی، خو لا هم د افغان حکومت په بند کې دی.

د افغانانو دویمه ناسته

د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES

د ملګرو ملتونو له تور نوملړ د طالب استازو د نومونو لرې کول په داسې مهال چي د طالبانو په ګډون د افغانانو خپلمنځي دویمه ناسته کېږي.

دې ناسته کې به چې قطر کې جوړطږي د افغان حکومت استازي هم وي، خو طالبانو وايي چې هیڅوک به هم د حکومت د استازو په توګه ګډون نه کوي.

له دې مخکې روسیې او چین هم غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې د سولې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره دې د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو له تور نوملړ و اېستل شي.

خپله دې ډلې هم ویل چې د خبرو لپاره د دوی مشران د دې نوملړ له امله نورو هېوادونو ته سفر نشي کولی.

خو د تېرې فرورۍ په اوومه بي بي سي وموندله چې افغان حکومت د افغان سولې په تړاو د مسکو وروستۍ غونډه کې د یو شمېر طالب استازو د ګډون له کبله ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی.

هغه مهال د افغان حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویل، د سفر په برخه کې باید له طالب استازو سره دومره نرمي ونشي

د هغې میاشتې پر ۱۶ هم افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو د اعلان شوي‌ سفر په هکله ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت وکړ او بیا پاکستان ته د دې ډلې سفر هم ونه شو.

ورته مطالب