یو شمېر سیاسي ګوندونه د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

  • 14 اپریل 2019 - 25 وری 1398
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا ګوندونه ګېله کوي چې د دې جرګې په اړه ورسره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم ویلي چې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي. د دوی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د ګوندونو د استازو په توګه او یا هم په حکومتي کچه سلا مشوره نه ده شوې.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یادې ټاکنېزې ډلې د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او ګېلې له ولسمشر سره نه دي شرېکې کړې.

نوموړي لیکلي، ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله سره په خپله لیدنه کې د هغوی اندېښنې او ګېلې واوري، او په دې برخه کې به مناسبې پرېکړې وشي.

له دې سره د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او جرګه کې برخه نه اخلي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې کابل کې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې ته څه باندې دوه اونۍ وخت پاتې دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز تیم ویلي، د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نه بولي او ګډون نه په کې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې مشورتي لویه جرګه د غویي میاشتې په نهمه نیټه پيلیږي

په دغه ټاکنیز ټیم کې د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازي شامل دي.

سره له دې چې اعلامیه د ټاکنیز ټیم له ادرسه راغلې، خو د جمعیت، جنبش او وحدت ګوند استازو بي بي سي ته وویل چې دغه ګوندونه هم د دغې پریکړې ملاتړ کوي او جرګه کې برخه نه اخلي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم په خبرپاڼه کې د دوی د نه ګډون دلیل دا ښودل شوی چې د جرګې د چمتوالي له پيل راهیسې تر اوسه هېچا له دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.

د سولې مشورتي لویه جرګه د غویي میاشتې په نهمه نیټه پيلیږي چې شاوخوا ۳ زره کسان به برخه په کې اخلي. د جرګې د جوړولو کمیسیون وایي، جرګه کې د ګډونوالو نومونه مشخص او ارزونه یې پيل شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو هم ویلي چې دې جرګه کې ګډون نه کوي

دې جرګې باندې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي. جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د بحث او سلام مشورې لپاره رابلل شوې د.

ډېری دا ګوندونه چې اوس یې په دې جرګه کې د نه ګډون اعلانونه کړي، د حکومت په چوکاټ کې ونډه لري. خپله ښاغلی خلیلي چې د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر دی، د سولې شورا مشري هم پر غاړه لري.

دا لا روښانه نه ده چې ښاغلی خلیلي به د سولې د عالي شورا د مشر په توګه په دې جرګه کې ګډون کوي او که د خپل ګوند له اعلان سره سم به ډډه کوي.

په همدې حال کې د لویې جرګې د جوړلو کمیسیون ویاند سید علي کاظمي هیله ښيي چې مشران نرمښت وښيي او د ده په ټکو خپل سلیقوي مخالفتونه حل کړي.

ده وویل، د جرګې جوړیدو ته لا وخت شته او هیله من دی چې د یوې اجماع په رامنځ ته کولو مخالف لوري بیرته قانع کړي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption عمر داودزی د حکومت له لوري د دې جرګې د ترسره کولو مشر دی

تر دې وړاندې افغان طالبان هم ویلي وو چې کابل کې د افغان حکومت په نوښت مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي او دغه جرګه نمایشي بولي.

د طالبانو دا دریځ له هغه وروسته اعلان شو چې د دې جرګې منتظمینو بي بي سي ته وویل، حکومت طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون لپاره د امنيتي ضمانتونو پر سپارلو کار کوي.

ورته مطالب