داعش د سوریې سارا کې ۳۵ حکومتي پوځیان وژلي

سوریه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د اسلامي دولت نومې ډلې وروستی مرکز باغوز تېره میاشت نیول شوی و

سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو دا وروستیو ورځو کې د سوریې سارايي سیمو کې ۳۵ حکومت پلوي سرتېري او د هغوی پلویان وژلي دي. دغه ډله چې مرکز یې برتانیا کې دی وايي، وسله والو په حمص او دېر الزور سیمو کې بریدونه کړي دي.

داعش ډلې پر خپلو رسنیو د دغو بریدونو یادونه کړې، خو د سوریې حکومتي چارواکو دغه رپوټونه نه دي تایید کړي.

د تازه بریدونو رپوټونه له هغه څو ورځې وروسته ورکول کېږي، چې ویل شوي و، په باغوز کې له خپل وروستي مورچله یو شمېر داعش وسله وال سارايي سیمو ته تښتېدلي دي. له دې مخکې د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۳ نېټه د سوریې دیموکراتیک ځواک چې مشري یې کردان کوي ویلي و، سیمه یې له داعش وسله والو پاکه کړې ده.

که څه هم د دغه ځواک لاس ته د اسلامي دولت ډلې د ورورستي مرکز له ورتلو وروسته ماهرینو اندېښنه ښوولې وه، چې باغوز کې ماتې د دغې ډلې او یا د دوی د ایډیالوژۍ لپاره وروستی ګوزار نه دی.

باغوز کې د دغې ډلې زرګونه وسله وال له کورنیو سره نیول شوي وو، چې بهرنیان هم پکې شامل دي او اوس دغه ښار ګوټي ته نژدې کمپونو کې ساتل کېږي.

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

باغوز کې د داعش ډلې زرګونه وسله وال له کورنیو سره نیول شوي وو، چې اوس په نژدې کمپونو کې ساتل کېږي

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله اوس وايي، داعش وسله والو له پنجشنبې راهیسې د حمص په ختیځه سارا کې ۲۷ حکومتي سرتېري او ملېشا سرتېري وژلي دی. رپوټ کې ویل شوي، اته نور سرتېرې په همدې شپه دېر الزور کې وژل شوي دي.

د دغې ډلې مشر رامي عبدالرحمان دا د اسلامي دولت ډلې د خلاف له ماتولو وروسته د دغې ډلې وسلوالو له لوري تر ټولو لوی او خونړي بریدونه بولي.

دوی وايي نښتو کې د داعش شپږ وسله وال هم وژل شوي دي. د داعش العماق پاڼه بیا ادعا کوي چې دوی د حمص بریدونو کې وسله، مهمات او پوځي ګاډي هم ولجه دي.