پومپيو: دوحه کنفرانس د سولې لپاره مهم فرصت دی

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې د قطر مرکز دوحه کي د افغانانو خپلمنځي خبرې مهم فرصت یا چانس بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وايي، چې ښاغلي پمپیو له ولسمشر غني سره دا خبرې پرون د ټلېفون له لارې کړې دي.

"د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو اعلان شوي پسرلني عملیات هم وغندل او ویې ویل چې متحده ایالتونه د وینې بهیدنې او زیان د مخنیوي لپاره د هر اړخیزې سولې په خاطر له افغان ولس سره ولاړ دی".

نوموړي په دې خواشیني وښوده چې د قطر مرکز دوحه کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې ځنډول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر غني په دې سلا شول چې د سولې برخه کې د دوحه کانفرنس مهم چانس دی.

"د بهرنیو چارو وزیر له ټولو اړخونو وغوښتل چې دې برخه کې پر ګډونوالو هوکړې ته ورسېږي او څومره ژر چې کېږي دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چانس برابر کړي".

ټاکلې وه چې د اپرېل پر ۲۰ او ۲۱ د افغانانو ترمنځ قطر کې د سولې خبرې وشي، خو دا خبرې وځنډول شوې.

خو د اپرېل په ۱۹ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په شپه ناوخته رسنیو ته یوه اعلامیه کی وویل، د دوحې کنفرانس د قطر حکومت لخوا لغوه شوی.

د دې اعلامیې له مخې، د قطر حکومت دې کنفرانس ته د ګډونوالو یو متبادل لېست کابل ته سپارلی و، چې افغان ملت ته د منلو نه و.

قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ټاکل شوې وه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شي.

خو په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات پر ټویټر لیکلي، د سولې لپاره دغه بین الافغاني کنفرانس "ځنډېدلی" دی:

''په ډېر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نېټه ترسره کېدو، ځنډېدلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته".

دې خبرو کې د ګډون لپاره له کابل تر ۲۵۰ کسان ور تلل، چې طالبانو هم ور سره مخالفت ښودلی و.