سري لنکا کې بيړنی حالت اعلان شوی
سري لنکا کې بيړنی حالت اعلان شوی
وروسته له هغه چې په سري لنکا کې په اتو بمي بریدونو کې ۲۹۰ کسان ووژل او تر پنځو سوو ډېر ټپیان شول په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې لا په پلازمېنه کولمبو کې ګرځبندیز لګېدلی و.
اوس په ټول هېواد کې امنیتي ځواکونه تلاشۍ کوي چې هغه کسان پیدا کړي چې د دې بریدونو ترشا دي. تر اوسه هېڅ ډلې مسوولیت نه دی منلی خو د سري لنکا حکومت پړه پر اسلام پالو ترهګرو ډلو اچولې ده. نور جزییات په دې رپوټ کې.