عمران خان: یو شمېر ایران ضد ډلې پاکستان کې فعالې دي

عمران د انځور حقوق PM Office
Image caption عمران خان په تهران کې ویلي چې دواړه هېوادونه له ترهګرۍ اغېزمن دي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن دوشنبه ایران ته د خپل لومړنی رسمي سفر په ترڅ کې منلې چې د ایران ضد ځينې وسلوالې ډلې د پاکستان پر خاوره فعالې دي، خو ادعا کوي، چې د ده حکومت لومړی ځل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ضد عملیات پېل کړي.

لومړي وزیر عمران خان پرون یکشنبه د ایران دوه ورځنی سفر پېل کړی او نن دوشنبه يې د دغه هیواد له ولسمشر حسن روحاني سره ګډې خبري غونډې ته وینا کړې.

دواړو لوریو په ګډه د ترهګرۍ ختمولو هوډ کړی. د دې چارې لپاره ایران او پاکستان په ګډه د یو چټک غبرګونو ځواک د جوړولو پرېکړه هم کړې ده، چې پر ګډه پوله به د ترهګرۍ ضد فعالیت کوي.

لومړي وزیر عمران خان خبریالانو ته وویل:

"درې څلور ورځې وړاندې زموږ څوارلس امنیتي سرتېري ترهګرو په بلوچستان کې را ووژل. زه پوهېږم چې ایران هم له ترهګرۍ اغېزمن شوی، چې ځينې ډلې يې د پاکستان پر خاوره فعاله دي ".

د انځور حقوق PM Office
Image caption دا ایران ته د لومړي وزیر عمران خان لومړی رسمي سفر و

پاکستان تردې وړاندې د بلوچستان په ګوادر بندر سیمه کې د خپلو سرتېرو د وژل کېدو پړه پر هغو بلوڅو وسلوالو ور اچولې وه چې د دوی په خبره په ایران کې پناه ځایونه لري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له ښاغلي خان سره په همدې ګډې خبري غونډه کې وویل، دواړه لوریو پر پوله د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې او دی خوشاله دی، چې پاکستان به هلته د مېشتو وسلوالو ډلو پر ضد ګامونه واخلي.

"پر پوله د امنیت پر ستونزو هم خبرې وشوې. له بده مرغه تېرې څو میاشتې زموږ پر پوله د ترهګرۍ ځينې پېښې وشوې. زه خوشاله یم چې پاکستان هغه ډلې د ترهګرو په لېست کې اچولې دي او د ترهګرو غوندې چلند به ورسره کوي ".

په همدې خبري غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، دوی د افغانستان پر ستونزې هم خبري کړې دي او دواړه لوري په دې باور دي، چې په افغانستان کې ناامني له افغان ولس سره سره ګاونډي هیوادونو ایران او پاکستان ته هم لویه ستونزه ده.

ورته مطالب