ولسي جرګې ټاکنې: د کابل لومړنۍ پایلې باطلې اعلان شوې

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د کابل رایو بیا شمېرنه او تفتیش کې درغلي شوې ده

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکو ولسي جرګې لپاره د کابل د پایلو په اړه د مخکني کمیسیون ټولې پرېکړې باطلې او بې اعتباره وبللې. د شکایت ارزونې کمیسیون وایي، یوازې د ټاکنو په ورځ د تېر کال د تلې پر ۲۸ او ۲۹ د اچول شویو رایو له مخې چمتو شوې فورمې باوري دي او دوی به نوې پایلې د هماغو فورمو له مخې اعلانوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون غړي قطب الدین رویدار بي بي سي ته وویل چې د څه باندې دوه زره شکایتونو له ارزېدنې جوته شوه چې د ټاکنو په ورځ د اچول شویو رایو پرځای د جعلي او خیالي شمېرو له مخې پرېکړې شوې وې.

نوموړي وویل، داسې هم ولیدل شول چې یو نوماند په صندق کې رایې نه درلودې، خو وروسته په لېست کې ورپسې رایې لیکل شوې دي.

ښاغلی رویدار همدا راز وایي، د ټاکنو پر ورځ په کابل ولایت کې د رایه اچوونکو شمېر یو څه ښودل شوی و، خو وروسته چې د کمیسیون لخوا کله لومړنۍ پایلې اعلان شوې نو شمېر بدل شوی و.

ده ده په وینا، د کابل د رایو په اړه ګڼ شمېر شکایتونه ثبت شوي وو، چې شمېر یې کابو ۲۷۰۰ ته رسېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله رایه کابل کې کارولې وه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، دا پرېکړه د کابل د ټاکنو د لغوه کېده په معنا نه ده، او یوازې رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د درغلیو له کبله لغوه شوی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانوي چې همدا دوه ورځې وړاندې د افغان پارلمان اوولسمې دورې پرانیست غونډه وشوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نویو ټاکل شویو وکیلانو ته په داسې حال کې وینا وکړه چې لا هم د کابل او پکتیا ولایتونو وروستیۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل د پایلو په اړه ۲۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي وو

غزني کې هم د حوزه بندۍ پر سر د اختلاف له امله تېر کال پارلماني ټاکنې ونه شوې او تر دې ټاکنو به د غزني پخواني استازي خپل وکالت ته دوام ور کوي.

د دې نیمګړي پارلمان د پرانیستو دلیل هم د سولې مشورتي جرګه کې د ولسي جرګې د وکیلانو ګډون ښودل شوی دی.

مشورتي لویه جرګه راتلونکې دوشنبه( د اپرېل پر ۲۹) پیلېږي او ممکن پنځه ورځې دوام ولري. دې جرګه کې د ټول افغانستان ۲۵۰۰ استازي د سولې بهیر د برخلیک په هکله پرېکړه کوي.

ورته مطالب