امریکا له عراقه خپل 'غیر ضروري کارکوونکي' باسي

د عراق لومړی وزیر وايي، دوی داسې کوم خوځښت نه دی محسوس کړی چې 'کوم لوري ته ګواښ شي' د انځور حقوق EPA
Image caption د عراق لومړی وزیر وايي، دوی داسې کوم خوځښت نه دی محسوس کړی چې 'کوم لوري ته ګواښ شي'

د عراق ګاونډي ایران او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له عراقه خپلو هغو کارکوونکو ته چې 'بېړنۍ اړتیا ورته نه شته ' د وتلو امر کړی دی.

په بغداد کې د سفارت کارکوونکي او دغه راز په اربیل کې د کونسلګرۍ کارکوونکي به څومره چې ژر کېدای شي، د عامه ټرانسپورټي وسایلو له لارې وځي.

د سې شنبې پر ورځ امریکايي پوځ وویل، په سیمه کې کې د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو په تړاو د څارګرو ادارو د رپوټونو له مخې منځني ختیځ کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.

دغه څرګندونې د یوه برتانوي جنرال له خبرو سره متضادې دي چې وايي، ګواښونه نه دي ډېر شوي.

د اسلامي دولت نوې ډلې خلاف د نړیوالې ټلوالې مرستیال قومندان کریس ګهیکا خبریالانو ته ویلي، په سوریه او عراق کې د امریکايي ځواکونو او د دوی د متحدینو د خوندیتوب اقدامات 'په بشپړه توګه د ډاډ وړ دي. '

د امریکا- ایران جنجال: خلیج ته توغندیز ډال او یوه بله بېړۍ لېږل

ایران وايي جګړه نه غواړي او ټرمپ وايي اړتیا وخت کې سرتېري استوي

ایران ته خبرداری؛ امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ ولېږله

خو د امریکايي پوځي ځواک مرکزي قوماندې ویاند په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د څارګرو ادارو باوري رپوټونو پر بنسټ د ګواښونو مخنیوي اقدامات کېږي:

''او ای ار 'اپریشن انهیرنټ رسالوو ' د تیارسئ لوړې درجې حالت کې دي او موږ عراق کې امریکايي ځواکونو ته متوجه احتمالي حتمي خطرونه له نژدې څارو. ''

د چارشنبې پر ورځ د رویټرز خبري اژانس په يوه رپوټ کې د عراقي امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې عراق ته خپل سفر کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي و چې د څارګرو ادارو رپوټونه ښيي، د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو د امریکايي پوځ اډو ته توغندي برابر کړي دي.

د دغسې یوې سرچینې له قوله ویل شوي:

''د امریکایانو پیغام څرګند و. دوی داسې تضمین غوښت چې د امریکا ګټو خلاف ډلو مخه باید ونیول شي. دوی وایي که د عراق په خاوره کې پر امریکا برید وشي، دوی به له ځانه د دفاع لپاره له بغداد سره له مشورې پرته اقدام وکړي. ''

د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدي وايي، د دوی ځواکونو داسې هیڅ کوم خوځښت نه دی لیدلی، چې 'هیڅ یوه لوري ته ګواښ پېښ کړي. '

د انځور حقوق AFP
Image caption واشنګټن په عراق کې د ایران پلوي شیعه وسله والو ډلو ته د یوه ګواښ په نظر ګوري

په عراق کې هغو وسله والو ډلو له داعش سره جګړه کې خورا مهم رول درلود چې د ایران له لوري روزل شوې، وسلې ورکړل شوې او مشورې ورکول کېدې. پروسږ کال دغه ډلې رسماً د عراق په امنیتي ځواکونو کې شاملې شوې، خو دوی اوس هم نیمه خپلواک فعالیتونه کوي.

له دوی نه د دوو ډلو ویاند رویټرز ته ویلي، امریکايي ځواکونو ته د ګواښ خبرې د واشنګټن 'رواني جګړه ' ده. امریکا په ایران کې دیپلوماتیک ماموریت نه لري او د سویټزرلنډ سفارت په دغه هېواد کې د امریکا ګټو استازولي کوي.

ورته مطالب