اصغر افغان: د کرېکټ لوبډلې یو والی زموږ د بري راز دی

اصغر
Image caption اصغر افغان کابو څلور کاله د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان و

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او توپ وهونکی اصغر افغان وایي، د کرېکټ ملي لوبډله کې د لوبغاړو یووالي او په خپلو کې مینه به د نړیوال جام په سیالیو کې د دوی د بري او لاسته راوړنو سبب شي.

"فکر نه کوم، نړۍ کې د افغان لوبغاړو په څېر لوبغاړي وي. موږ ټول سره یو موټی یو، یو بل ته درناوی لرو، یو بل ته بد نه غواړو او که اوونۍ که سره یو ځل ونه ګورو نو بیا یو بل پسې خپه یو"

اصغر افغان راته دا خبرې تېره مارچ میاشت کې په کابل کې د نجیب ځدراڼ د واده په مراسمو کې وکړې.

هغه محفل ته چې د نجیب ځدراڼ په کور کې جوړ شوی وو ګن شمېر افغان لوبغاړي راغلي وو.

خوښیو، خنداګانو او اتڼونو هغه ماښام د افغان لوبغاړو یو بل ښکلی اړخ را په ډاګه کړ او د اصغر افغان دا خبره یې هم را ثابته کړه چې ښايي نړۍ کې د افغان کرېکټ لوبغاړو په څېر ډېر کم لوبغاړي و اوسي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د نجیب ځدران د واده مراسم د ملي لوبډلې په اتڼونو ښکلي وو

اصغر راته وویل دا ډول محفلونه یې د لوبغاړو روحیې لپاره ډېر ښه دي.

"چې کله بهر په سفر نه یو او په وطن کې یو نو اوونۍ کې حتماً یو ځل سره راټولېږو. کله زما په کور کې او کله هم د بل لوبغاړي. هڅه مو دا وي چې سره حتماً کېنو. داسې محفلونه زموږ ټولو د روحیې لپاره ډېر ښه او مهم دي. دې کې موږ د کرېکټ خبرې نه کوو، بس یوازې ټوکې ټکالې وي".

اصغر افغان د افغان کرېکټ یوه پېژندل شوې څېره ده. دی له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې د افغان ملي لوبډلې یوه مهمه برخه دی.

د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لوبو ته د لار موندنې په برخه کې د اصغر افغان مهمه ونډه ښايي د ټولو افغان کرېکټ مینه والو په یاد وي.

دی په هغو لوبو کې چې افغانستان ته یو ناشونی مزل مخته و د اپینډکس جرحۍ عملیاتو له امله لومړیو څو لوبو کې نه و، او افغانستان هغه لوبې وبایللې.

وروسته بیا اصغر لوبډلې ته راستون شو او ایرلنډ سره د لوبې پر مهال چې افغانستان ته یې ګټل اړین وو، ده مهم رول ولوباوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصغر د اپنډکس له عملیاتو سره سره بیا هم ملي لوبډلې ته لوبه کوله

اصغر هغه لوبه داسې یادوي:

"روغتون کې وم. له عملیاتو وروسته راته ډاکټرانو ویلي وو چې لږ تر لږه باید تر شپږو اوونیو کرېکټ لوبه ونه کړم. کرېکټ او وطن سره مینې ناکراره کړی وم او غوښتل مې چې ولوبېږم او خپلې لوبډلې سره مرسته وکړم. دوی راته ویل که څه راباندې وشي مسوولیت به مې خپل وي. ما ومنله او لوبې ته یې پرېښودم. کله مو چې نړیوال جام ته لار ومونده، هغه شېبه مې د ژوند تر ټولو خوندوره وه او هېڅ به مې هېره نه شي".

اصغر افغان تر څه موده وړاندې د شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د افغان لوبډلې مشر و.

دی له نړیوال جام څو اوونۍ وړاندې له کپتانۍ لېرې او پر ځای یې یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب لوبډلمشر وټاکل شو.

خو اصغر د افغانستان د ملي لوبډلې یو تر ټولو بریالی کپتان و. په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بریالی مزل د کرېکټ یو تر ټولو ښکلې افسانوي کیسه ګڼل کېږي.

اصغر مې وپوښت چې د بریالیتوب راز یې څه کې دی؟

"زموږ د لوبډلې او لوبغاړو یو والی زموږ د بریالیتوب راز دی. لوبغاړي یو بل سره مینه لري او د یو بل بریالیتوب غواړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له اصغر وروسته اوس ګلبدین نایب د ملي لوبډلې کپتان دی

اصغر افغان چې کپتان و نو دغه نړیوال جام کې یې لوبډلې ته تر نیمه پایلوبې د رسېدو هدف ټاکلی و. دغه هدف اوسني لوبډلمشر ګلبدین نایب هم خپل ځان او لوبډلې ته ټاکلی.

افغان لوبډله سږني نړیوال جام کې یوه پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي او سیالان به ورسره لوبه اسانه نه ګڼي.

اصغر پر افغان کرېکټ د بي بي سي پښتو ځانګړي مستند فلم (افغان اتلان) د تولید پر مهال له بي بي سي سره غږېدلی.

دا فلم د پښتو تر څنګ په انګریزي او فارسي ژبو هم جوړ شوی چې د نړیوال جام لوبو پر مهال به خپرېږي.

ورته مطالب