کرېکټ نړیوال جام: ګلبدین نایب د برتانیا له ملکې سره وکتل

ملکه د انځور حقوق Press Association
Image caption ګلبدین نایب له ۹ نورو کپتانانو سره یو ځای نن له ملکې الېزابت سره وکتل

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان په ګډون په نړیوال جام کې د لسو واړو لوبډلو کپتانانو نن چارشنبه د برتانیا له ملکې الېزابت سره په بکنګم ماڼۍ کې وکتل. ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام سیالۍ سبا پنجشنبه پیل شي، او لومړۍ لوبه کې انګلنډ له سویلي افریقا سره مخامخ کېږي.

نن چارشنبه په لندن کې د همدې بکنګم ماڼۍ مخې ته د کرېکټ نړیوال جام پرانیستونکي مراسم هم ترسره شول، چې د لوبغاړو په ګډون زرګونو مینه والو هم پکې ګډون کړی و.

د بکنګم ماڼۍ مخې ته غځېدلی سړک د هغو لسو هېوادونو په بیرغونو سینګار شوی دی چې په دې نړیوال جام سیالیو کې به برخه اخلي، او د افغانستان بیرغ هم پکې له ورایه ښکاري.

افغان کپتان ګلبدین نایب، د ملي لوبډلې بل لوبغاړی میرویس اشرف او همدا راز مشهوره سندرغاړې اریانا سعید هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

د پاکستان استازیتوب اظهر علي او د سولې وبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفرۍ وکړ.

سږ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې څو پیاوړې لوبډلې برخه اخلي، او شنونکي په دې اړه سره وېشلي دي چې څوک به د دې سیالیو اتل شي.

خو ډېره تمه له کوربه هېواد انګلنډ نه کېږي، ځکه په تېرو څو کلونو کې یې ښه لوبه کړې ده او دا مهال په نړیوالو درجه بندیو کې لومړی ځای لري.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره کوي.

ورته مطالب