کرېکټ نړیوال جام: شهزاد محمدي د ټپ له کبله له افغان لوبډلې بهر شو

محمد شهزاد د انځور حقوق Getty Images

د افغان د کرېکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او توپ وهونکي شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له کبله له ملي لوبډلې بهر شو. د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي بي بي سي ته ویول، د شهزاد پر ځای به اوس اکرام علیخېل له ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.

د ښاغلي فضلي په وینا ډاکټرانو د ښهزاد محمدي له معایناتو وروسته نوموړي ته ویلي چې د ګونډې سترګۍ اوبه یې لږ شوې او باید ارام وکړي.

شهزاد محمدي د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې ښه و نه ځلید او له همدې کبله پرې په خواله رسنیو کې هم د کرېکټ یو شمېر مینه والو نیوکې کولې.

کرېکټ: شهزاد محمدي په ۱۶ توپونو د ۷۴ منډو ریکارډ جوړ کړ

محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

پر شهزاد محمدي بندیز لګېدلی او افسر ځاځی لوبډلې ته ځي

نوموړي د نړیوال جام سیالیو لړ کې له اسټرالیا سره د افغانستان په لومړۍ لوبه کې له هیڅ منډې پرته وسوځېد او له هغه وروسته له شري لنکا سره لوبه کې د اوو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې د تمریناتي لوبو لړۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه کې د ۲۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته د همدې ځنګانه درد له کبله د لوبې منځ کې له لوبغالي بهر شو.

تېر کال مارچ میاشت کې د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې له هانګ کانګ او نیپال سره له لوبو مخکې د کرېکټ نړیوالې شورا پر شهزاد محمدي 'لنډمهالی ' بندیز لګولی و.

شهزاد محمدي هغه مهال د زمبابوې پر وړاندې په یوه لوبه کې د یادې شورا له قوانینو سره په ټکر کې له سوځېدو وروسته ناخوښي ښودلې وه او بیټ یې پر ځمکه ویشتلی و، چې په پایله کې شهزاد ته یو منفي نومره (پواینټ) ورکړل شوې وه.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کرېکټ بورډ سرچینو هغه مهال ویلي و، ښاغلي محمدي ته تر هغه وړاندې هم په نورو لوبو کې د سوځېدو له کبله د مرورتیا ښودلو له امله ۳ منفي نومرې ور کړل شوې وې چې له بیا پر نوموړي دوو لوبو کې د ګډون بندیز ولګېد.

پر محمد شهزاد محمدي تر هغه وړاندې هم د کرېکت د نړیوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارولو له امله یو کلن بندیز لګېدلی و.

نوموړي د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ په کرېکټ لوبو کې د ګډون اجازه نه درلوده.