امریکا په منځنني ختیځ کې شتون ډېر کړی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا په منځنني ختیځ کې شتون ډېر کړی

  • 7 جون 2019 - 17 غبرګولی 1398

امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي شتون د مې میاشت راهیسې ډېر کړی دی. د ډونالډ ټرمپ اداره وايي غواړي ایراني حکومت ته یو ښکاره پیغام ورکړي چې د هر هغه برید ځواب به ووايي چې پر امریکا، پر ګټو او ملګرو یې کېږي. بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه چې د USS Abraham Lincoln الوتکې لېږونکې بېړۍ ته ورشي. دا بېړۍ همدا اوس په خلیج کې ده.