امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه

امریکا د انځور حقوق Richard Heathcote
Image caption دا څلورم ځل دی چې امریکا د ښځو فوټبال نړیواله اتله کېږي

د امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ هالنډ ته دوه پر صفر ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ وګټلې او د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. دا رېکارډ څلورم ځل دی چې د امریکا د ښځو فوټبال لوبډله د نړیوال جام اتله کېږي.

د فرانسې په لیون ښار کې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دویمه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ.

د هالنډ لوبډله، چې د اروپا اتله هم ده، د دویم ځل لپاره د نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته وتلې وه.

خو د امریکا لوبډله په تېرو پرلپسې نړیوال جام سیالیو کې پایلوبې ته ووځي او دا مهال د ښځینه فوټبال تر ټولو پیاوړې لوبډله بلل کېږي.

امریکا ښځینه فوټبال لوبډلې تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال، ۱۹۹۹ کال او همدا راز په ۲۰۱۵ کال کې هم د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا پایلوبه کې هالنډ ته دوه په صفر ماتې ورکړه

په دغو سیالیو کې ټولټال د ۲۴ هېوادونو ښځینه فوټبال لوبډلو ګډون کړی و. امریکا په دې سیالیو کې تر ټولو ښه وځلېده او د ټورنامنټ په ترڅ کې یې تر ټولو ډېر ۲۶ ګولونه وکړل.

که څه هم د ۴ کاله وړاندې پرتله دا ځل د امریکا لوبډله له ګڼو پیاوړو ښځینه لوبډلو سره مخامخ وه، خو په ځینو لوبو کې د امریکا برلاسي بیخي جوته وه.

امریکا په خپله لومړۍ لوبه کې تایلنډ ده ۱۳ پر صفر ماتې ورکړه، چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالیو کې یو رېکارډ دی.

د لومړي پړاو په نورو سیالیو کې امریکا چیلي او سویډن ته هم ماتې ورکړه.

خو په نورو پړاوونو کې یې د اسپانیې، فرانسې او انګلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو نه هم خپلې لوبې وګټلې.

ورته مطالب