ارګ: په حکومت کې د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه دي

درانۍ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ وایي، حکومت کې د ننه د جنسي ځورونې وروستۍ ادعاوې بې بنسټه دي

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري وایي، په افغان حکومت کې د د ننه او د حکومتي چارواکو لخوا د ښځو د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه دي. مېرمن وزیري بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغان حکومت د جنسي ځورونې پېښې هېڅ کله نشي زغملی.

د اغلې وزیرۍ په وینا، د ښځو د حقونو موضوع پخپله ولسمشر محمد اشرف غني ته یوه سره کرښه ده او دا څرګندوني چې د حکومت تر ټولو لوړه مرجع هم په دې برخه کې خورا جدي ده.

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون وروسته له هغه را مخې ته شوی چې بي بي سي په یوه ځانګړي رپوټ کې په افغان حکومت کې د ننه د جنسي ځورونې له ادعاو پرده پورته کړه.

بي بي سي له یو شمېر هغو ښځو سره خبرې کړې دي چې وایي، حکومتي چارواکو د دندو په بدل کې ورنه د جسني اړیکو غوښتنه کړې وه او دوی مجبورې شوې وې چې له دندو استعفا ورکړي.

په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې کیسې تر تېرې مې میاشتې پورې هغه مهال پټې ساتل شوې وې، چې د ولسمشر یوه مخکېني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په یوه کورني تلوېزیون کې له جنسي ځورونو پرده پورته کړه.

هغه پر جګپوړو چارواکو او سیاستوالو د "فحاشۍ خپرولو" تور ولګاوه.

Image caption جنرال حبیب الله احمدزي تور لګولی چې افغان حکومت کې ځینې کسان فحاشۍ ته وده ورکوي

خو افغان حکومت هغه مهال د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تورونه رد کړي وو.

ه دې اعلامیه کې ویل شوي چې د جنرال حبیب الله احمدزي ټولې ادعاوې ناسمې دي او دی درواغ وایي، او د شخصي ګټو لپاره دا کار کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ وایي:

"له بده مرغه اوس په افغانستان کې دا ډول تورونه لګول هم په یوه کلتور بدل شوي دي او سیاسي موخې لري. په دې کې نورې موخې هم دي چې غواړي د حکومت د بدنامۍ سبب وګرځي. د افغانستان په حکومت کې زرګونه ښځې کار کوي. زما تمه دا وه چې بي بي سي به د هغوی نظر هم را واخلي ".

د مېرمنې وزیرۍ په وینا، که هر څوک کومه ادعا لري نو باید چې په شواهدو او مدارکو سره یې لویې څانروالۍ ته وړاندې کړي چې په سمه توګه وڅېړل شي.

خو بي بي سي چې له کومو ښځو سره خبرې کړې دي په هغو کې یوه وایي:

"که قاضي، پولیسو یا څارنوالۍ ته خپل شکایت وکړم، دوی به هم د جنسي اړیکې غوښتنه رانه وکړي. که دوی دا کار وکړي، نو نور څوک شته چې شکایت ورته وشي؟ ښکاري چې دا کار اوس د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده، ځکه شاوخوا دې هر سړی غواړي جنسي تېری درباندې وکړي".

ورته مطالب