د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې وغندلې

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Imaged

امریکا ته د پاکستان لومړي وزیرعمران خان سفر کې د افغانستان په اړه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو په بېلا- بېلو کړیو کې جدي بحثونه راپارولي دي.

د افغانستان ولسي جرګې نن چارشنبه د بحث اصلي اجنډا همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه. د ولسي جرګې ډېر غړي د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ او عمران خان پر څرګندونو غږېدل.

د جرګې د وکیلانو غبرګونونه نسبتاً توند وو. دوی د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د ډيپلوماتیکو اصولو او د همکارۍ روحیې خلاف وبللې.

په ولسي جرګې کې له اوږدو بحثونو وروسته، د جرګې غړو په یوه اعلامیه کې د امریکا له کانګرس او له امریکايي رسمي سرچینو غوښتي، چا ته اجازه ور نه کړي چې په دا ډول څرګندونو سره د ترهګرو په وړاندې د دواړو هېوادونو ګډې مبارزې روان بهیر ته زیان ورسوي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم پرون مازدیګر د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او له هغه سره يي د سولي هڅو تر څنګ د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه خبرې کړې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زموږ همکار داوود اعظمي د شېرآغا کریمي دې پوښتنو ته ځواب ویلی چې د ولسمشرټرمپ خبرې به د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو څومره اغېز وکړي او دا په څه معنا ده؟

ولسمشرۍ مانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، له دې لیدني وروسته لازمه ګڼل شوې چې ښاغلی خلیلزاد د یو څه وخت لپاره په کابل کې پاتې شي.

خو دا څرګنده نه ده چې ښاغلی خلیلزاد په خپله خوښه په کابل کې پاتې کېږي که د افغان حکومت په غوښتنه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې اروپايي اتحاديې په خپلې خبرپاڼه کې لیکلي د افغانستان په اړه د ژغورنې، بيارغونې، همکارۍ او احترام ښه چلند په اړه فکر کوي او غواړي لس ميليونه افغانان له بیوزلۍ څخه وژغوري.

ښاغلي ټرمپ دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي وو، کولای شي په افغانستان کې روانه جګړه په یوې اونۍ کې ختمه کړي خو په وینا یې دا کار ځکه نه کوي چې لس میلیونه کسان به وژل کېږي.

ټرمپ: د پاکستان په مرسته او مشوره به له افغانستانه ووځو

ورځپاڼې: افغانانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لیونی بللی

ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

د پاکستان لومړي وزیر له ټرمپ سره له لیدنې وروسته په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې په وینا کې وویل، پاکستان ته له ستنېدو وروسته به د افغان طالبانو له پلاوي سره ګوري او هڅه به کوي چې دا ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي وو، کولای شي په افغانستان کې روانه جګړه په یوې اونۍ کې ختمه کړي

ښاغلي خان زیاته کړه طالبان باید وکولای شي چې د افغانستان په راتلونکي ټاکنو کې ګډون وکړي او دی به په دې اړه دا ځل له طالبانو سره هم وګوري.

نوموړي ویلي، دی او د پاکستان پوځ اوس په دې سره همغږي شوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او په وینا یې اوس د پاکستان هڅه دا ده چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

افغان حکومت د پاکستان لومړي وزیر د دغو خبرو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي مخکې ویلي وه، له پاکستان سره وروستۍ خبرې ګټوري وې.