د تونس ۹۲ کلن ولسمشر السبسي ومړ

Beji Caid Essebsi د انځور حقوق AFP
Image caption السبسي له څه مودې راهیسې ناروغه و او تېره میاشت هم روغتون کې بسر شوی و.

د تونس ولسمشر الباجي قايد السبسي د ۹۲ کلونو په عمر نن پنجشنبه ومړ. نوموړی د تونس لومړی ولسمشر و چې د ازاد ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و. السبسي د نړۍ یو تر ټولو زوړ ولسمشر و.

دی پرون چارشنبه روغتون ته لېږدول شوی و، خو چارواکو تر دې دمه نه دي ویلي چې څه ناروغي یې درلوده.

په عربي نړۍ کې د "عرب پسرلي" په نامه تر پاڅونونو وروسته السبسي په ۲۰۱۴ کال کې په ازادو ټاکنو کې بریالی او ولسمشر شو.

نوموړي سږ کال اعلان وکړ چې د نومبر میاشتې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به کاندید نه وي.

السبسي له څه مودې راهیسې ناروغه و او تېره میاشت هم روغتون کې بسر شوی و.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption السبسي د تونس لومړی ولسمشر و چې د ازاد ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و

چارواکو ویلي وو چې د نوموړي وضعیت خراب دی، خو د ناروغۍ په اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي.

هغه مهال لومړی وزیر یوسف چاهد روغتون کې د السبسي لیدو ته ورغلی و او وروسته یې پر خلکو غږ کړی و چې د ولسمشر د روغتیا په اړه دې جعلي خبرونه نه خپروي.

د تونس یو بل پخوانی ولسمشر زین العابدین بن علي په ۲۰۱۱ کال کې له ۲۳ واکمنۍ وروسته له واکه لېرې کړل شوی و.

له هغه راهیسې تونس هغه یوازینی عرب هېواد بلل کېږي چې د "عرب پسرلي" له پاڅونونو روغ را ووت او د جمهوري نظام خاوند شو.

ورته مطالب