کابل کې د امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید پای ته رسېدلی

صالح د انځور حقوق RTA Facebook
Image caption پر خواله رسنیو له خپرو شویو انځورونو داسې ښکاري چې ښاغلی صالح پر ښي لاس ټپي شوی دی

افغان امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې کابل په څلورمه حوزه کې نن یکشنبه د ملي امنیت پخواني رئیس او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلی. ښاغلی صالح له دې بریده روغ وتلی، خو درې نور عام کسان وژل شوي.

پر خواله رسنیو له ځینو خپرو شویو انځورنو داسې ښکاري چې امرالله صالح پر ښي مټ برسېرن ټپي شوی دی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ نه ښکاري.

امنیتي چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ "د افغانستان زرغون خوځښت " پر دفتر، چې ښاغلی صالح یې مشري کوي، موټر بم برید وشو او وسله وال بریدګر د دفتر ودانۍ ته ور ننوتل او له هغه ځایه یې پر امنیتي کسانو ډزې پیل کړې.

د برید پر وخت پخپله امرالله صالح په دفتر کې موجود و، خو د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی صالح له بریده روغ ووت او خوندي ځای ته ورسول شو.

ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې امرالله صالح د دې خاورې اصل بچی دی او نن د هېواد د دښمنانو له یوه پېچلي بریده روغ وتلی دی.

د انځور حقوق MOI
Image caption افغان امنیتي ځواکونه له بریدګرو سره په نښته بوخت دي

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې ټول بریدګر وژل شوي دي او سیمه پاکه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په دې برید کې تر دې دمه درې عام وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. خو د ښاغلي صالح بنست "د افغانستان زرغون خوځښت " پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دې برید کې ګڼ ولسي وګړي او د بنسټ غړي وژل شوي دي،

په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې هم پر افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي، چې ګڼو هغو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ هم د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی و.

پر هماغه ورځ د کابل ډسپیچري کې هم د موتربم چاودنه وشوه، چې پکې ۱۱ ولسي وګړي وژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امرالله صالح راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال دی

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه په کلیوالو سیمو کې ولسي وګړي په نښه کوي، ځکه نو دوی به هم له دې وروسته په ښاري سیمو کې پر افغان ځواکونو او حکومتي ادارو خپل بریدونه ډېروي.

امرالله صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس پاتې شوی دی. د ولسمشر غني د واکمنۍ په کلونو کې هم نوموړي د لنډې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي کړې ده.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مهال ولسمشر غني ښاغلی صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه اعلان کړ. د ځینو لپاره دا علان د حیرانۍ وړ و، ځکه ښاغلی صالح د یو شمېر نورو پېژندل شویو افغان سیاست والو په څېر ښایي ډېر ملاتړي ونلري.

امرالله صالح څو کاله وړاندې "د افغانستان زرغون خوځښت " په نامه یو بنسټ جوړ کړ چې تر ډېره د ده ځوان ملاتړي یې چارې پر مخ وړي. یکشنبه د همدې بنسټ پر دفتر وسله وال برید وشو.

ورته مطالب