کرېکټ: پاکستاني لوبغاړي د میاشتې څومره معاش اخلي؟

  • 9 اګست 2019 - 18 زمری 1398
کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال پاکستان کرېکټ بورډ ۳۳ لوبغاړو سره تړون کړی و، خو سږ کال یې ۱۹ لوبغاړو سره لاسلیک کړی

پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د پنجشنبې پر ماښام ۱۹ لوبغاړو سره کاري قرارداد یا تړون لاسلیک کړی دی. دوی دغو ټولو لوبغاړو نومونه په دریو، اي، بي او سي کتګوریو ویشلي دي.

په دې توګه په اي کتګورۍ کې درې او همداسې په بي او سي کیتګورۍ کې اته - اته لوبغاړي اخیستل شوي دي.

اې کتګورۍ کې سرفرار احمد، بابر اعظم او پښتون یاسر شاه ځای موندلی چې د معاش یا حق الزحمې په توګه ورته پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ۱۱ سوه زره پاکستانۍ روپیو هوکړه کړې.

په بي کتګورۍ کې د شاهین شاه اپریدي په ګدون اظهر علي، اسد شفیق، حارث سهیل، محمد عباس، شاداب خان، وهاب ریاض او امام الحق نومونه راغلي چې کرېکټ بورډ هره میاشت د ۷۵۰ زره روپیو معاش ورکولو پرېکړه کړې.

بنګله دېش کرېکټ لوبډله پاکستان کې شل اووریزې لوبې نه کوي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډله

پاکستان نړيوالو اتلوليو ته لوبډله اعلان کړه

په سي کتګورۍ کې درېیو پښتنو محمد رضوان، فخر زمان او عثمان شینواري په ګدون حسن علي، عماد وسیم، شان مسعود، محمد عامر او عابد علي نومونه راغلي چې ورته د میاشتې لپاره ۵.۵ سوه زره روپۍ معاش ټاکلو پرېکړه شوې ده.

پاکستاني چټک توپ اچونکي محمد عامر د پروسږني قرارداد په اي کتګورۍ کې ځای درلود خو اوس یې نوم په سي کتګورۍ کې راغلی دی.

محمد حفیظ او شعیب ملک چې په اوسنۍ لوبډله کې د پاکستان تر ټولو ډېر تجربه لرونکي لوبغاړي دي، خو کرېکټ بورد له پامه غورځولي او په هیڅ کتګورۍ کې ځای نه دی ورکړل شوی.

۲۰۱۸ کال کې پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ۳۳ لوبغاړو سره تړون لاسلیک کړی و او ورته به یې میاشتنی معاش ورکاوه، خو اوس یې د ۲۰۱۹ کال لپاره یوازې ۱۹ لوبغاړو ته کنټرېکټ یا قرارداد ورکړی دی.

اړونده مطالب