عمران خان د لوی درستیز جنرال باجوه کاري موده وغځوله

  • 19 اګست 2019 - 28 زمری 1398
قمر باجوہ د انځور حقوق TWITTER/@PTIOFFICIAL
Image caption د جنرال باجوه کاري موده درې کاله نور هم غځول شوې ده

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده درې کاله نوره غځولې. اوس به نوموړی د روان کال د نومبر میاشتې پر ځای د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې تقاعد شي.

د لومړي وزیر عمران خان د دفتر له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېکړه په سیمه کې روان امنیتي وضعیت ته په کتو شوې ده.

جنرال قمر جاوېد باجوه د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د پوځ د لوی درستیز په توګه دنده پیل کړه، او ټاکل شوې وه چې سږ کال نومبر کې يې درې کلنه موده پوره شي.

د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینې وايي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وروستی کړکېچ او د افغانستان سولې بهیر هغه څه وو، چې له امله يې د پوځ د لوی درستیز کاري موده وغځول شوه.

جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان د پوځ لسم لوی درستیز دی. د ښاغلي باجوه د کاري مودې د غځېدو خبرې له څه مودې راهیسې کېدلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر کسانو د دې پرېکړې ملاتړ کړی، خو ګڼو نورو پرې نیوکه کړې ده

په پاکستان کې دننه ډېری سیاست وال او فعالان د دې ګام پر ضد وو، خو ځينو نورو يې بیا ملاتړ کاوه.

ډېری سیاستوال او لیکوالان د لومړي وزیر خان دغه پرېکړه سیاسي بولي او وايي، په کار نه ده چې د هېڅ یوه جنرال کاري موده وغځېږي.

د لومړي وزیر عمران خان پر حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې په ټاکنو کې د درغلۍ او د پوځ د ملاتړ تور دی. له همدې کبله هم ډېرو دا تمه کوله چې د پوځ د لوی درستیز کاري موده به وغځېږي.

خو د دې برعکس ځينې نور بیا دا یو مثبت ګام بولي او ټینګار کوي چې جنرال باجوه له ولسي حکومت سره ښې اړیکې لري او په ګډه د پاکستان دننه حالات ښه کولی شي او هم له نړۍ او ګاونډیو سره په سیمه کې د ثبات لپاره جدي ګامونه اخیستلی شي.

ورته مطالب