کابل ښار کې موټر بم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

کابل
Image caption چاودنه د ښار په نهمه حوزه کې شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوشنبې ماسخوتن پنځه کم لس بجې د پلازمېنې کابل په نهمه حوزه کې موټر بم چاودنه شوې ده. د یاد ورازت په وینا په دې چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي. د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د قربانیانو شمېر ښایي تر دې هم لوړ شي. نوموړی وایي، ټول قربانیان ولسي خلک دي.

ښاغلي رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې چاودنه په (ګرین ویلج) یا د ښار په شنه سیمه کې شوې ده. دنوموړي په وینا، له لومړۍ موټر بم چاودنې وروسته په سیمه کې د تېلو یو ټانک کې هم چاودنه شوې ده او اور یې اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې برید د دوی کسانو کړی دی او ادعا کوي لسګونه بهرنیان یې وژلي او لا هم جګړه روانه ده.

نوموړی وایي، دا برید د بهرنیو ځواکونو د هغو عملیاتو په غبرګون کې شوی دی چې هره شپه یې د عامو افغانانو پر کورونو کوي او عام خلک پکې وژني.

د برید سیمه له امنیتي پلوه د پلازمېنې یوه حساسه برخه بلل کېږي او تر ډېره پکې د بهرنیانو استوګن ځایونه دي او دفترونه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې افغان پولیس او ځانګړي ځواکونه له چاودنې وروسته سیمې ته رسېدلي دي او ساحه یې کلابنده کړې ده.

وروستي رپوټونه وايي، چې لا هم د چاودنې ځای کلابند دی.

لاریون

وروستي رپوټونه وايي، چې دا مهال په سیمه کې ځايي ځلکو لاریون کړی دی.

دوی پخوا هم په ګرین ویلج کې له چاودنو وروسته مظاهرې کړې او له استوګنو سیمو د دې کمپ لرې کېدل غواړي.

لاریون د ګرین ویلج د لویې دروازې مخ ته پیل شوی او دغه سیمه کې یې د کابل جلال اباد سړک تړلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېرې اګست میاشتې په ۱۷ نېټه کابل کې د ودونو پر یوه تالار برید لسګونه کسان ووژل

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړې او بریدونو زور اخیستی او عامو خلکو ته یې هم درنه مرګژوبله اړولې ده.

شنبه د اګست پر ۱۷مه نېټه ماسخوتن لس نیمې بجې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ودونو په یوه تالار کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

د داعش ډلې د دې برید مسئولیت منلی او وایي چې د دوی دوه ملګرو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

وسله والو طالبانو دا برید غندلی، خو ولسمشر غني ویلي چې دا ډله یوازې په غندنې سره ځان د دې خونړي برید له مسئولیته نشي خلاصولی.

اړونده مطالب

ورته مطالب