ننګرهار کې د ۴ وروڼو وژنه؛ ولسمشر غني د معصوم ستانکزي استعفا ومنله

معصوم ستانکزی د انځور حقوق Getty Images

په ننګرهار ولایت کې د څلورو ورونو له وژل کېدو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه غندلې او د ملي امینت د رییس محمد معصوم ستانکزي استعفا یې منلې ده. ولسمشر د دې پېښې د پلټولو امر هم کړی دی.

ولسمشر غني د ملي امنیت د رئیس استعفا هغه وخت ومنله چې ننګرهار کې د افغان ځواکونو 'صفر دوه' قطعې تېره شپه په مرکز جلال اباد کې پر یوه کور چاپه اچولې او څلور وروڼه یې وژلي دي چې حکومت پلوه بلل کېدل.

پېښه د دې ښار څلورمه ناحيه مجبوراباد سيمه کې شوې دي.

د افغان ځواکونو له خوا د ۴ وروڼو وژلو توند غبرګون پارولی

''کندوز کې د ښځو ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي''

سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، امنیتي ځواکونو له دې کوره پنځه کسان له ځان سره بیولي دي.

که څه هم امنیتي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د داعش اړوند څلور کسان یې په یوه چاپه کې وژلي، خو د ننګرهار ځايي چاروکي په یوه اعلامیه کې وژل شوي کسان شهیدان بولي. صفر دوه قعطې ویلي، په دې عملیاتو کې يې د ننګرهار لپاره د اسلامي دولت نومې ډلې داعش مالي مسوول په نښه کړی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږياڼی له بي بي سي سره خبرو کې وايي چې دا مسئله یې له مرکز سره شریکه کړې ده:

"صفر دوه ځواکونو تېره شپه د عملياتو پر مهال څلور تنه شهيدان کړي، موضوع له مرکز سره شريکه شوې او ترې د جدي قانوني چلند غوښتنه شوې".

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې پېښه خواشیني ښودلې او وايي، وژل شویو وروڼو کې یو له نوموړي سره دغه جرګه کې سلاکار و:

"په شهيدانو وروڼو کې شهيد قاضي عبدالقادر صديق له ماسره په مشرانو جرګه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې يو نيک سيرته، وطندوسته او دروند خويه انسان و، څلور واړه وروڼه هر يو شهيد قاضي قادر، شهيد عبدالصبور، شهيد بهادر او شهيد جهانزېب لوستي، په وطن مين او د دې خاورې خواخوږي زلميان و، الله تعالی دې شهادت قبول کړي".

بل لور ته سلګونه کسانو جلال آباد کې په حکومتي عملیاتو کې د څلورو وروڼو د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ. دوی چې د وژل شويو ځوانانو جسدونه یې هم د احتجاج ځای ته راوړي وو، د والي دفتر ته ورغلې لار يې د ۴ ساعتونو لپاره تړلې وه.

اعتراض کوونکو له حکومت غوښتل، چې د يوې کورنۍ د څلورو غړو د وژل کېدو پېښه دې وڅېړل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله ډلې هم د یوې اعلامیې خپرولو سره د ننګرهار پېښه غندلې او د پېښې له عاملانو یې د ځواب غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب