''واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر وځنډېد''

د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچينې بي بي سي ته د دغه سفر ځنډېدو خبره منلې خو لامل يې نه دی په ډاګه کړی. په پام کې وه ولسمشر غني له یوه پلاوي سره واشنګټن ته تللی وای، او له امریکايي مشرتابه سره یې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون پر سر د افغان حکومت اندېښنې شريکې کړې وې.

کابل کې د بي بي سي خبریال نورګل شفق وايي، ټاکل شوې وه، سبا (شنبه ۷ سپتمبر) ولسمشر غني امریکا ته سفر پیل کړي، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغه سفر ځنډیدلی دی، خو داسې څه نه دي ویل شوي چې د ځنډ لامل څه دی او کله به دغه سفر پیلېږي.

په همدې وخت کې د امريکا کانګرېس د خپل هېواد استازی زلمی خلیلزاد ورغوښتی چې دا شونی جوړجاړی روښانه او د ځينو اندېښنو په اړه ډاډ ورکړي.

له دې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې ویلي و، چې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ولسمشر محمد اشرف غني په کتنه کې به د راتلونکو افغان ولسمشرۍ ټاکنو پر اهمیت هم خبرې وشي.

د وسلوالو طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو کې تر پرمختګ وروسته امریکايي چارواکو په تېره خلیلزاد بیا بیا ویلي، چې دوی ته سوله تر ټاکنو مهمه ده.

که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاین پیل شوی، خو د رپوټونو له مخې پیکه ښکاري او ان ځینې نوماندانو ویلي چې نه پوهېږي ټاکنې کېږي او که نه.

خو خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د دې ټاکنو یو نوماند دی وايي، ټاکنې به په خپل وخت وشي.

واشنګټن ته د ولسمشر غني احتمالي سفر خبره په داسې مهال ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو د قطر دفتر د پلاوي ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته دواړو لورو پر یوه هوکړه د سلا کېدو خبره وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ویلي و، د افغانستان په مسئله کې هېڅ ډول بیړه نه کوي او ګوري به چې څه کېږي.

ښاغلي خلیلزاد تېرو ورځو کې په کابل کې دا هوکړه ولسمشر غني ته ښودلې او ویلي یې دي چې له ولسمشر ټرمپ سره به یې شریکوي او د هغه له تایید وروسته به بیا له طالبانو سره لاسلیک کېږي.

خو افغان چارواکي او ځینې امریکايي ډیپلوماټان د دې تړون په هکله اندېښمن دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش ویلي، حکومت سوله غواړي، خو داسې سوله نه چې جمهوریت ته ګواښ پېښوي.

له افغان حکومت پرته یو شمېر جګپوړو پخوانیو امریکایي دیپلوماتانو هم،‌ چې کابل کې د امریکا پخواني‌ سفیران هم پکې شامل دي، له طالبانو سره پر شوې هوکړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې په بیره له افغانستانه د ځواکونو ایستل به لویه تېروتنه وي.