ټرمپ: له طالبانو سره نور د سولې خبرې نه کوو

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ وایي له طالبانو سره د لیدنې لغوه کول د ده خپله پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له افغان طالبانو سره د امریکایانو د سولې خبرې نور دوام نه کوي او ختمې دي. له دې څرګندونو لږ وړاندې نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په تېرو څلورو ورځو کې امریکا په افغانستان کې دښمن دومره سخت ځپلی چې په تېرو لسو کالو کې هم نه و ځپل شوی.

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تر کومه ځایه چې ده پورې اړه لري، له طالبانو سره د سولې خبرې نور نه کېږي. نوموړي زیاته کړه، امریکا اوس هم غواړي چې له افغانستانه ووځي، خو پر سم وخت به ووځي.

نوموړي وویل، په کابل کې د طالبانو دا وروستی برید د دې ډلې یوه لویه تېروتنه وه. طالبانو فکر کاوه چې له دې برید سره به د خبرو پر مېز برلاسي شي. ښاغلي ټرمپ وویل، په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره لیدنه د ده نظر و، او د لغوه کولو پرېکړه یې هم خپله کړې ده.

له دې خبرو لږ وړاندې په یوه جلا ټویټ کې هم ولسمشر ټرمپ ویلي، له افغان طالبانو سره په کمپ ډېوېډ کې د تېرې یکشنبې ورځې لیدنه ده پخپله لغوه کړې وه او هغه رپوټونه یې رد کړې چې ګواکې په دې برخه کې نوموړي د خپل مرستیال او سلاکارانو مشورې ته غوږ نه و نیولی.

ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دی په دې باور دی چې خبرې اترې تل ښې وي، خو په دې قضیه کې ده پخپله پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره ونه ګوري.

ولسمشر ټرمپ پرته له دې چې د کومې ځانګړې رسنۍ نوم واخلي، تور لګولی چې امریکایي رسنۍ د دیموکراتانو په ګټه خپرونې کوي او غواړي داسې ښکاره کړي چې په سپینه ماڼۍ کې ګډوډي روانه ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، سپینه ماڼۍ کې داسې هېڅ ګډودي نشته، او دیموکراتان په دې کارونو سره هېڅ کله هم د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزې ټاکنې نشي ګټلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دوحه کې له طالبانو سره له څو میاشتو روانې خبرې د ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ لغوه شوې

امریکایي ولسمشر د شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ټویټ کې اعلان وکړ چې د کابل د وروستي برید له کبله، چې طالبانو یې مسئولیت منلی و، ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

له دې اعلان وروسته ګڼ شمېر امریکایي چارواکو پر دې پلان نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې ولسمشر ټرمپ هغه کسان کمپ ډیوډ ته ور بللي وو چې د سپتمبر ۱۱ بریدګرو ته یې پناه ورکړې وه.

د ولسمشر ټرمپ له هغه ناڅاپي اعلان وړاندې افغان چارواکو بي بي سي ته منلې وه چې ولسمشر غني به واشنګټن ته سفر کوي، خو دا نه وه مالومه چې ولسمشر ټرمپ طالب مشران هم هلته ور بللې دي.

د انځور حقوق GMIC
Image caption د افغان ولسمشر ویاند له طالبانو سره د امریکایانو د خبرو د لغوه کېدو هرکلی کړی و

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې په دوحه کې د سولې په اړه خپلمنځې خبرې روانې وې، او د نهمې ناستې په پای کې دواړو خواو اعلان هم وکړ چې د هوکړې پر متن سره سلا شوي دي.

له دې اعلان وروسته افغان حکومت د دې هوکړې په اړه اندېښنه وښوده. یو شمېر پخوانیو امریکایي دیپلوماتانو هم وویل چې دا د سولې هوکړه نه ده، بلکې طالبانو ته تسلیمېدل دي.

د دې خبرو د لغوه کېدو تر اعلان وروسته افغان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې ګام هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې د سولې خبرو ته لا هم ژمن دی.

وسله والو طالبانو په خپل غبرګون کې وویل چې د دې پرېکړې تاوان به تر ټولو ډېر امریکا ته رسې. طالبانو په یوه مفصله اعلامیه کې وویل چې دوی به خپل جهاد ته دوام ورکوي او باور لري چې امریکا به یوه ورځ بېرته د خبرو مېز ته ور ګرځي.

ورته مطالب