نېکولاس کې: ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده

  • 10 سپتمبر 2019 - 19 وږی 1398
ناټو د انځور حقوق NATO in Afghanistan
Image caption د ناټو استازی وایي هڅه به کوي چې افغانستان کې سولې ته فرصت برابر کړي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وایي چي ناټو پر خپلو ټولو ژمنو، چي د افغان ځواکونو ملاتړ دی ولاړه ده او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي. نوموړي دغه څرګندونې د سه شنبې پر ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.ښاغلي کې وویل هڅه به یې دا وي چي د سولې لپاره وضعیت برابر کړي او پر دې باور لري چې جګړې ته به یوه سولیزه او سیاسي حل لاره پیدا شي. د ناټو مشر کندهار کې له چارواکو سره تر لیدونې وروسته خبریالانو ته وویل:

"موږ به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړو چېد افغانستان خاوره یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

ناټو او افغانان په دې پوهیږي چي سولې ته رسیدل خورا اوږده لاره ده. داسې نه ده چي موږ د غره پرسر یو او سوله لاندې په یوه دره کې ده. سولې ته رسیدل لوړې او ژورې لري او تل نېغه لاره نه وي ".

نېکولاس کې په کندهار کې خپلو خبرو کې وویل، ناټو ځواکونو به تر هغې افغانستان کې وي او د افغان ځواکونو تر څنګ به ولاړ وي چې سولې ته وضعیت نه وي برابر شوی.

Image caption نېکولاس کې سه شنبه کندهار کې له ځینو ملکي او پوځي چارواکو سره وکتل

د ناټو دغه استازي وویل، موږ ډیر کله باید خورا په احتیاط مخ ته ولاړ شو، خو باید بلاخره افغان حکومت او طالبان یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږو. په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال اوسټېن سکاټ میلر هم له نېکولاس کې سره په دې سفر کې کندهار ته تلی و. نوموړي خبریالانو ته وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د بیلابیلو امنیتي سکتورونو د مشرانو سره لیدنه ، پر خپلو مخکینو ژمنو ټینګار او هغه اندېښنو ته ځواب ویل دي ، چې دې ولایت کې شته. جنرال مېلر همداراز وویل ، موږ پوهیږو چې افغانان سوله غواړي خو هم مهال د دوی امنیت هم زموږ او د افغان ځواکونو دنده ده . نو موږ به خپلو عملیاتونو ته دوام ورکوو .

د ناټو دغو چارواکو له څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پرون دوشنبه وویل، په افغانستان کې یې دښمن په تېرو څلورو ورځو کې دومره ځپلی دی چې په تېرو لسو کالو کې هم نه و ځپل شوی.

ولسمشر ټرمپ وویل، له افغان طالبانو سره نور د سولې خبرې نه کوي، ځکه دوی په کابل کې په وروستي برید سره هڅه وکړه چې د تاوتریخوالي له لارې د مذاکراتو پر مېز برلاسی ومومي.

وسله والو طالبانو ویلي، د سولې خبرو لپاره له امریکایي پلاوي سره اوس هم په اړیکه کې دي او له دوی نه یې د خبرو برخلیک په اړه د رسمي ځواب غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب