ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه وتښتېده

ګلالۍ اسماعیل د انځور حقوق AWARE GIRLS

ټولنیزه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل چې پر پاکستاني پوځ یې نیوکې کولې، له څو میاشتني غیاب وروسته له پاکستانه تښتېدلې ده.

پاکستاني چارواکو پر نوموړې سفري بندیزونه لګولي وو او په هېواد کې یې لټون روان و. ګلالۍ اسماعیل اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ژوند ته یې خطر و، ځکه له پاکستانه وتښتېده:

''که زندان ته استول شوې وای، او تر کلونو پورې ځورول شوې وای، د تل لپاره به مې غږ غلی شوی وای. ''

د هغې پلار محمد اسماعیل بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، د لور پر ضد یې پاکستاني محکمو کې شپږ بېلا بېلې قضیې ثبت شوې وې او له همدې کبله یې فکر کاوه، ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلالۍ اسماعیل ټولنیزه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې هغې ویلي چې له پاکستان ووتله، خو زیاتوي چې له کومې هوايي اډې نه ده پورته شوې:

"نور څه ویلی نه شم، زما د وتلو کیسې سره د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخ کېږي".

* د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ چا نیولې وه؟

* توندلارۍ ضد جایزه د پښتونخوا ګلالۍ ته ورکړل شوې

د ګلالۍ اسماعیل پلار پوهاند محمد اسماعیل د بي بي سي له خبریال رفعت الله اورکزي سره خبرو کې ویلي، د لور خلاف یې د پاکستان مختلفو محکمو یا عدالتونو کې پر شپږو دوسیو غور کېږي.

تېره مۍ اسلام اباد کې د لس کلنې پرښتې د وژلو اعتراض کې ګلالۍ اسماعیل هم وه او پرضد یې مختلف تورونه درج شوي دي.

په دې تور دی چې دې پېښه کې یې د حکومت خلاف خلک پارول. دغه دوسیه کې د ترهګرۍ اړوند تورونه هم شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلالۍ اسماعیل له پاکستان تر وتلو مخکې هم نیول شوې او څو میاشتې بندۍ وه.

نیویارک ټایمز وايي، مۍ کې د هغې یوه ملګري ورته زنګ وواهه چې امنیتي ځواکونه یې پر کور چاپه اچوي، ځکه سملاسي له کور ووته:

"داسې شېبه وه چې د څه محسوسولو وخت نه و، د وېرې لپاره وخت نه و، د اتلې جوړېدو وخت نه و، بس یواځې عمل و".

نیویارک ټایمز سره خبرو کې یوه پېښه یادوي چې له امنیتي ځواکونو وتښتېده او د پلار د یوه ملګري کور ته یې پنا یووړه او کله چې هغه ګلالۍ ولیده نو بې حاله شو:

"هغه دومره وېرېدلی و، لکه د یوې ترهګرې ملاتړ کوي او بچیان به یې ونیول شي".

په سبا یې ټیکسي ورته ونیوه او ترې لاړه.

پټېدل د خوښې کار نه دی

د انځور حقوق Getty Images

ګلالۍ اسماعیل د سولې او ولسواکۍ لپاره غږ په نوم نوې هڅې پیل کړې، د حقوقو ښوونځي کې د داخلې سوچ هم کوي، مګر وطن پرېښودل یې ډېره ځوروي:

"کله چې زه وتلم، نو پوهېدلم چې دا د یوې لارې تګ دی، کله مې چې هېواد پرېښوده، ځمکې ته ټیټه شوم، خاوره مې مچو کړه. له ځان سره مې وویل، د دې ځای یم دا مې وطن دی".

د نیویارک ټایمز رپوټ وايي، د ډیموکراټ مرکز غړي چارلز شومر ورته ویلي، د ګلالۍ د پنالیک ملاتړ لپاره هڅې کوي: "ښکاره ده، که پاکستان ته ځي، نو ژوند یې خطر کې دی".

له لور سره لا غږېدلی نه یم

د ګلالۍ اسماعیل پلار پوهاند محمد اسماعیل د بي بي سي له خبریال رفعت الله اورکزي سره خبرو کې ویلي، د لور خلاف یې د پاکستان مختلفو محکمو یا عدالتونو کې پر شپږو دوسیو غور کېږي.

د هغه په خبره، اسلام اباد کې د وژل شوې پښتنې پرښتې دوسیه کې د احتجاج له امله له دریو دوسیمو سره مخ ده:

"پر دې سربېره پښتون ژغورنې غورځنګ کې د ګډون او وینا له امله له دوو دوسیو سره مخ ده او د اېن جي او په تړاو هم له دوسیې سره مخ ده چې زما او د مور نوم یې هم پکې دی".

Image caption ګلالۍ ۲۰۱۳ کال کې د سلو ښځو یوه ډله جوړه کړه، چې د کم عمرۍ ودونو او کورنۍ تاوتریخوالي خلاف فعالیت کوي

هغه زیاتوي، مۍ کې چې ګلالۍ اسماعیل یوه کېس کې په ضمانت خوشې وه، نو هغه وخت دا خیال و، چې راتلونکو ورځو کې به د پي ټي اېم مشران محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د دې خلاف هم نه یوازې نورې دوسیې جوړې شي، بلکې وېره وه چې زندان کې به تاوتریخوالی ور سره وشي.

د هغه په خبره، په دغه مهال ګلالۍ پرېکړه وکړه چې پاکستان کې یې نور ژوند له سخت خطر سره مخ دی، ځکه وتل پکار دي او که نه یو څه به ور سره وشي.

کله چې وپوښتل شو، ګلالۍ څنګه امریکا ته ورسېده، نو د پوهاند اسماعیل ځواب دا وه: "ما تراوسه له ګلالۍ سره پّ دې تړاو خبرې نه دي کړې".

دی وايي، کله چې د ګلالۍ خلاف دوسیې جوړې شوې، نو بیا بیا یې صوابۍ او اسلام اباد کې پر کورنو چاپې اچول کېدې او ورځ تر بلې یې ستونزې ډېرېدې.