اریوب ځاځي؛ د سیلانیانو چکر ځای له نا امنۍ کړېږي

  • 6 اکتوبر 2019 - 14 تله 1398
اریوب د انځور حقوق Aryob Facebook
Image caption د اریوب ځاځیو ولسوالۍ له ګردېزه ۷۰ کیلومتره لېرې پرته ده

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا ولایت دنګو غرونو په لمن کې اریوب ځاځیو ولسوالۍ د خپل رزغون او ښکلي طبيعت له امله د ځینو له خوا له سویس سره پرتله کېږي.

د اریوب ولسوالۍ د پکتیا له مرکز ګردېز ښاره اویا کیلو متره لېرې شمال ختیځ خوا ته پرته ده. دغه سیمه له کلونو راهیسې د خلکو لپاره د سیل، چکر او مېلو یو ځای و.

د اریوب ځاځیو په ځنګله پوښل شوی منډهېر غر، سپینه شګه، ګل غونډۍ او ځینې نورې سیمې به هر کال په سپرلي او دوبي کې د زرکونو سیلانیان دمه ځای و.

دا غرنۍ ولسوالۍ ځکه هم د چکر او لیدنې ځای و چې غرونه یې ځنګلونه او هواره یې طبیعي چمنونه لري.

خو وروستیو نا امنیو او په سیمه کې د وسله والو شتون دغلته د سیلانیانو ورتګ هم کم کړی، او ورسره یې د سیمې سوداګرو پر کاروبار ناوړه اغېز کړی.

د اریوب یو اوسېدونکی جلال له دې حالته خفه بریښي. نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"مخکې به اتڼونونه وو، زرګونه خلک به راتلل. د موټر درولو ځای به نه و. خو اوس کم خلک اریوب ته راځي"

د انځور حقوق Aryob Facebook
Image caption د اریوب ځاځیو ښکلا په خپله طبیعي بڼه پاټې ده

اریوب ته پر غځیدلې لارو د امنیت خرابوالی یو مهم لامل دی چې دې سیمې ته یې د سیلانیانو ورتګ پیکه کړی دی.

یو ځوان فریدالله تېر اختر کې له ملګرو سره د اریوب لیدو ته تللی و. خو هلته په رسېدو وسلوالو طالبانو د څو ساعتونو لپاره کېنولی و او پوښتنې یې ترې کړې وې. فریدالله اوس ویریدلی او د اریوب د ښکلاګانو له لیدلو یې توبه ایستلي.

د پکتیا په دې سیمه کې پر تفریح ځایونو کومه خاصه پانګونه نه ده شوې، خو په د چاوڼۍ او کوټکي بازارونو کې یې تر څلور سوو هټۍ شته.

د زرغون په نامه یو دوکاندار بي بي سي ته وویل:

"د یوې ورځې مو تر یو لک او یا پنځوسو زرو پورې سودا خرڅوله. د ورځې دومره زیات خلک راتلل چې لارې به بندې شوې. خو چې ولسوالۍ ته راتلونکي خلک کم شي نو مونږ هم د ورځې ډېره سودا نه کوو".

د انځور حقوق Aryob Facebook
Image caption چارواکي وایي، اریوب ته پر غځېډلې لاره یې امنیتي تدابیر ډېر سخت کړي

دا یوازې د زرغون دوکاندار کیسه نه ده، بلکې هوټل، نانوايي او هر ډول روزګار کم رنګه شوی.

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیلانیانو د شمېر معلومولو ځانګړی پلان نه لري، او ځکه هم ورسره دې سیمې ته د ورتلونکو سیلانیانو کره شمېره نشته.

خو د سیمې خلک وایي، په تېرو کې به هر کال زرګونه سیلانیان اریوب ته د چکر لپاره ورتلل.

د اریوب والسوال ازاد خان ځدراڼ نه مو پوښتنه وکړه چې ایا دا سیمه به یو ځل بیا هم د سیلانیانو په چکرځای بدله شي او که څنګه. نوموړی په دې اړه وایي:

"د لارې اوږدو کې مو د امنیتي پوستو ځینې قومندانان بدل رابدل کړل. اوس وضعیت ښه دی. تفریح کوونکي دې راځي. موږ ډاډ ورکوو چې سیمه کې امن دی، او هغوی چې ډله یز راځي موږ دې خبر کړي چې امنیتي تدابیر ورته ونیسو".

ورته مطالب