افغان ټاکنې: د بایو مټرېک الو بهرني انجینران کابل ته ورسېدل

ننګ د انځور حقوق IEC
Image caption حبیب الرحمن ننګ وایي، د بهرنیو انجینرانو راتلو سره به د رایو شمېرلو چاره ګړندۍ شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوک په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایو مټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي. د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، اوس به مرکزي سیستم ته د ټولو رایو د ور ګډولو چاره چټکه شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د ټاکنو نوماندانو او یو شمېر بهرنیو سفارتونو اندېښنه ښودله چې له بایو مټرېک الو نه مرکزي سرور یا سیستم ته د رایو د لېږدولو چاره پڅه روانه ده.

داسې اندېښنې هم وې چې ښایي د دې ستونزې له کبله په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې ته لاره هواره شي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا ستونزه یوازې تخنیکي وه او د بهرنیو انجینرانو له ور رسېدو سره به په څو ورځو کې ټولې رایې مرکزي سیستم ته ور ګډې شي.

د انځور حقوق IEC
Image caption یو شمېر نوماندان او بهرنیان اندېښنه لري چې مرکزي سیستم ته د رایو شاملولو بهیر پڅ روان دی

بل لور ته د ټاکنو کمېسیون د تکنالوژۍ څانګې مشر بي بي سي ته ویلي، دې وروستیو ورځو کې نامالومه هکرانو څو ځلي هڅه کړې ده چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارول شویو بایو مټریک الو مرکزي سرور یا د مالوماتو زېرمه هک کړي.

کبیرپناهي دا روښانه نه کړه چې دا هکران کورني او که بهرني وو، خو زیاته یې کړه چې بریدګر ونه توانېدل د ټاکنو کمېسیون سرورونو یا د مالوماتو زېرمې ته زیان ورسوي.

له دې وړاندې یو شمېر کورنیو رسنیو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرور ته د هکرانو لخوا د زیان رسولو د هڅو په اړه راپورونه ورکړي وو.

خو د کمېسیون د دارالانشا مشر له بي بي سي سره جلا مرکه کې دا خبره رد کړه او ټینګار یې وکړ چې تر دې دمه د دوی پر مرکزي سرور د هېڅ ډول برید هڅه نه ده شوې.

د انځور حقوق IEC
Image caption کمېسیون وایي په ټاکنو کې له دوه نیم میلیونو ډېرو کسانو ګډون کړی و

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوې. د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې په دې ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر تر دوه نیم میلیونه کسانو ډېر وو.

خو ځینې نوماندان پر دې شمېره شک لري او وایي، د رایه ورکوونکو اصل شمېر تر دې کم دی او هغه ډلې چې په واک کې دي، غواړي د ټاکنو پایلې په خپله ګټه واړوي.

تر دې دمه د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټاکنیزو ډلو جلا جلا ادعاوې کړې دي چې په دې ټاکنو کې د دوی رایې تر نورو ډېرې دي.

خو د ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په ګډون یو شمېر نور نوماندان ادعا کو ي چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

نړیوالو ادارو پر ټولو ډلو غږ کړی دی چې تر وخت دې مخه دې د بریا اعلانونه نه کوي او ټاکنیزو کمېسیونونو ته دې وخت ورکړي چې خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.

ورته مطالب