سټولټنبرګ: طالبان باید د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

ین د انځور حقوق NATO
Image caption ین سټولټنبرګ ویلي، که د سولې خبرې بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي، که له افغان طالبانو سره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي، خو له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د مذاکراتو پر مېز نرمي ښکاره کړي او له خپلو ځینو غوښتنو او شرطونو دې تېر شي.

ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې پر ورځ لندن کې د ناټو پارلماني اسمبلۍ ناستې ته وویل، طالبان له بده مرغه د تاوتریخوالي د ختمولو پر ځای نور هم لمن ورته وهي.

نوموړي زیاته کړه، له دې څرګندېږي چې طالبان په افغانستان کې دوامداره سولې ته ژمن نه دي او له همدې کبله د سولې د هر ډول تړون پر وخت باید له دوی نه کلک تضمین واخېستل شي.

د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سازمان یې په افغانستان کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او هېڅ کله به هم پرېنږدي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شي.

ین سټولټنبرګ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم اشاره وکړه او د افغانانو ستاینه یې وکړه چې د ګواښونو سره سره یې په دې ټاکنو کې برخه واخیسته.

نوموړي وویل، ناټو د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړه ده او افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره زمینه برابرول غواړي.

د انځور حقوق PM OFFICE
Image caption افغان طالبانو تېره اوونۍ اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل

د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې روانې د سولې خبرې تېره میاشت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په ناڅاپي ډول ودرول شوې.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال ویلي وو، دا خبرې یې په کابل کې د طالبانو د هغه برید په غبرګون کې درولې دي چې یو امریکایی پوځي پکې وژل شوی و.

وسله والو طالبانو هغه مهال د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه غندلې وه او ټینګار یې کړی و چې د خبرو د درېدو تر ټولو لوی زیان به پخپله امریکا ته رسېږي.

که څه هم د دواړو غاړو لخوا رسماً د سولې د خبرو د بیا پیلولو اعلان نه دی شوی، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو تېره اوونۍ اسلام اباد ته سفر کړی و او د ځینو رپوټونو پر بنسټ هلته یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي وو.

بله خوا افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سولې خبرې به د ولسمشرۍ ټاکنو او د نوي حکومت له جوړېدو وروسته پیلېږي او دا ځل به یې مشري پخپله افغان حکومت کوي.

ورته مطالب