پاکستان به خړ نوملړ کې پاتې شي؟

Fh;sjhl د انځور حقوق FATF

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د اکتوبر له ۱۳ پیل شوې غونډه نن د اکتوبر پر اتلسمه دا پرېکړه اوروي چې پاکستان د مالي عمل کارځواک یا اېف اې ټي اېف ۴۰ سپارښتنې څومره منلې، څومره یې پوره یا نمیګړې عملي کړې او څومره داسې سپارښتنې هم دي چې هیڅ یې پلې کړې نه دي.

خو تراوسه اطلاعات ښيي چې پاکستان به لا هم خړ نوملړ یا ګرې لېسټ کې پاتې شي.

د راتلونکي کال تر فرورۍ پورې د پاکستان په چارو سخت نظر اچول کېږي او له هغه وروسته به بیا ارزول کېږي چې دغه هېواد ته کوم نوملړ کې ځای ور کړل شي.

دا اداره چې مرکز یې پاریس کې دی د ځنګلي ژوو د بې قانونه سوداګرۍ د پیسو د را کړې ور کړې د مخنیوي لپاره هم وړاندیزونه لري.

* پاکستان له تور لسته د ځان ژغورنې هڅه کوي

* د حافظ سعید پر ازادولو پاکستان ته د امریکا خبرداری

دې غونډې ته د خبریالانو تګ هم ناشونی دی او له ۱۳ اکتوبر راهیسې یوازې یوځل د دفتر ودانۍ ته ننوتلي دي.

د مختلفو هېوادونو استازي ودانۍ کې لیدل کېږي، خو له رسنیو سره خبرې نه کوي.

دلته د هند څو چارواکي هم شته چې وايي، پاکستان د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید ته د خپل کنګل بانکي ایکاونټ د کارولو اجازه ور کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هند هڅه کوي چې هېواد یې تور نوملړ ته ور واچوي.

پر پاکستان فشار

د انځور حقوق FATF

د نړۍ بډایه او پرمختللو هېوادونو یا جي شل غونډه کې هم اېف اې ټي اېف خپل رپوټ وړاندې کړ.

هند هلته د یوه غړي هېواد په توګه ګډون درلود، خو پاکستان د جي شل غړی نه دی او هلته پر دې رپوټ هم خبرې وشوې.

په هغه غونډه کې پر غړو هېوادونو سربېره د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اروپايي کمېسون او ملګرو ملتونو استازي هم وو.

له اېف اې ټي اېف او د جي شل غونډې اطلاعات ښيي چې د ترهګرۍ د مالي مرستې د ټولو لارو بندلو لپاره نړۍ ډېر په ځیرکۍ ګام پورته کوي او پر پاکستان سخت فشار دی.

د پاکستاني پلاوي مشري حماد اظهر کوي، چې د خپل هېواد رپوټ یې وړاندې کړ او څو ورځې پر دغه رپوټ غور وشو.

پاکستان څه کړي؟

د انځور حقوق Getty Images

ویل کېږي پاکستان د اېف اې ټي اېف له ډېری سپارښتنو سره سم روان دی.

خو د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي، د پیسو لېږدولو ډېری دوسیو کې د سزا نه ور کولو او اغېزناکو ګامونو نه پورته کولو او دې برخه کې د صوبو او د مرکز ترمنځ اړیکې او ناهمغږي هغه څه دي چې دې برخه کې ناکام بلل شوی دی.

پاکستان دا مهال خړ نوملړ کې دی او که دې نوملړ کې پاتې شي، بیا هم تر یوه بریده بریالی بلل کېدی شي، خو د کمزوري اقصاد لپاره یې د اښه زېری نه دی.

پاکستان د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره سمون، د مالیې د پراخولو او د بې قانونه چارو کمولو، او اوږدمهالو پورونو ته اړتیا لري.

خو دغه نوملړ کې پاتېدلو سره وېره ده چې د پورتنیو اړتیاوو د ځواب نوملړ به یې کوچنی وي.