مولانا فضل الرحمان: د حکومت تر نسکورېدو به مو احتجاج روان وي

مولانا فضل الرحمان د دغه لاریون ملاتړ د پاکستان د شاوخوا ټولو ګوندونو کړی د انځور حقوق Getty Images
Image caption مولانا فضل الرحمان د دغه لاریون ملاتړ د پاکستان د شاوخوا ټولو ګوندونو کړی

د پاکستان له لر او بره د مذهبپال سیاستوال مولانافضل الرحمان په زرګونو پلویان پنجشنبه مازيګر وروسته اسلام اباد ته ورسېدل. دوی د لومړي وزیر عمران خان د حکومت ضد دغه لاریون خپل د روانې میاشتې پر ۲۷مه پېل کړی و. د پاکستان ګڼو ګوندونو د مولانا فضل الرحمان د دغه لاریون ملاتړ کړی.

په پاکستان کې د اپوزیسيون ګوندونه د لومړي وزیر عمران خان پر حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې تور پورې کوي چې هغوی د 'پوځ' پر ملاتړ او درغلۍ واک ترلاسه کړی دی. اوس یاد ګوندونه وايي، تر هغه چې لومړی وزیر خان يې کور ته لېږلی نه وي او د هغه حکومت يې رانسکور کړی نه وي، د دوی دغه لاریون به دوام ولري. مولانا فضل الرحمان دغه لاریون ته د 'ازادۍ لاریون' نوم ورکړی دی.

که څه هم خپله مولانا فضل الرحمان له دې لاریون سره د سیند له کراچۍ را روان شوی او د سیند او پنجاب ایالاتونو په بېلابېل ښارونو تر راتګ وروسته وړمه ورځ لاهور ته را ورسېد، خو د اپوزیسیون نور سیاستوال به له مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې ملګري کېږي.

مولانا فضل الرحمان پرون د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې لاریون کوونکو ته وینا کې وویل: "غوښتنه مو دا ده چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په ۲۵م د جولای میاشت کې چې کومې ټاکنې شوې په هغوی ډېره زیاته درغلي شوې ده. موږ د دې ټاکنو پایلې نه منو."

مولانا فضل الرحمان تېرکال تر دې ټاکنو سمدستي وروسته هم د اپوزیسيون نورو سیاسي ګوندونو ته وړاندیز کړی و چې باید اسمبلۍ ته لاړ نه شي او استعفاوې ورکړي، خو د اپوزیسيون سیاستوالو هغه وخت د مولانا فضل الرحمان دغه وړاندیز نه وو منلی.

په پاکستان کې د اپوزیسيون د نورور سیاسي ګوندونو په ګډون پښتنو ملتپالو ګوندونو هم د مولانافضل الرحمان د دغه لاریون نه یواځې ملاتړ اعلان کړی، بلکې پر خپلو پلویانو يې غږ کړی چې په دغه لاریون کې په ګڼ شمېر کې ګډون وکړي.

د ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان له لوري په خپاره شوي يوه ويډيويي پېغام کې چې پر خپلو پلویانو یې غږ کړی چې ټول دې په دې لاریون کې ګډون وکړي.

بل لور ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په دغه لاریون کې د ګډون لپاره له کوټې - اسلام اباد ته رسېدلی او د یاد ګوند په خبره پلویان يې له کوټې له یاد لاریون سره ملګري شوي دي.

Image caption د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزیسيون ګوندونو د ؛ازادۍ لاریون؛

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان که څه هم ویلي چې د اپوزیسيون ګوندونه حق لري احتجاج وکړي، خو په ورته وخت کې يې د اسلام اباد په ګډون د ټولو هغو سړکونو پر څنډو کانټېنرې ايښې چې د چارواکو په خبره د اړتیا په وخت کې به بیا په همدې کانټېنرو لارې بندوي او احتجاج کوونکي به د اسلام اباد د مهمو ودانیو لور ته ته پرېږدي.

د ځينې حکومتي سرچینو په خبره لومړي وزیر خان حکومتي ډلې ته ویلي چې د مولانا فضل الرحمان په شمول له اپوزیسيون سره دې خبرې وکړي او دغه لاریون دې په سوله ييزه توګه پای ته ورسوي، خو د مولانا فضل الرحمان په شمول د اپوزیسيون ټول سیاسي ګوندونه وايي، تر هغه چې د لومړي وزیر خان حکومت يې رانسکور کړی نه وي، احتجاج به يې دوام لري. دا هغه غوښتنه ده چې په ځواب کې يې لومړی وزیر خان او د هغه حکومت وايي، هېڅ کله به يې ونه مني.

ورته مطالب