د اوبو سر کروندې به د اوبو کموالي چاره وکړي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوبو سر کروندې به د اوبو کموالي چاره وکړي؟

د اوبو پر مخ بهېدونکې لندې کروندې به د اوبو د کموالي چاره وکړي؟ د پاکستان فيصل آباد کې همداسې هلې ځلې پيل شوې دي. ډبلیو ډبليو اېف يو نړيوال سازمان دی، چې د ځنګليز ژوند ژغورنې لپاره کار کوي، او د پاکستان فيصل آباد کې یې د اوبو سر کروندې پر دودولو پيل کړی دی، که دا پروګرام دې ځای کې بريالی شي، د پاکستان نورو برخو ته به یې هم غځوي. سهيل علي نقوي، د ډبليو ډبليو اېف يا د طبيعت نړيوال صندوق اداره کې د اوبو پروګرام مشر دی، د دغه پروګرام په اړه وايي: