د عراق پارلمان د لومړي وزیر مهدي استعفا ومنله

  • 1 دسمبر 2019 - 10 لیندۍ 1398
مهدي د انځور حقوق Reuters
Image caption عادل عبد المهدي څه باندې یو کال وړاندې د عراق لومړی وزیر شو

په عراق کې د څو اوونیو احتجاجونو او تاوتریخوالي وروسته پارلمان د لومړي وزیر عادل عبد المهدي استعفا منلې ده. تر اوسه څرګنده نه ده چې څوک به د ده ځایناستی وي.

پارلمان ویلي، له ولسمشر برحام صالح غوښتي چې د لومړي وزارت څوکۍ لپاره نوی کس معرفي کړي. د قانون له مخې اوس به ولسمشر په پارلمان کې له اکثریت لرونکي ګوند نه غوښتنه کوي چې د لومړي وزارت څوکۍ لپاره نوی کس ور مخې ته کړي.

رپوټونه وایي، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به لومړی وزیر مهدي او اوسنی حکومت خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې په پلازمېنه بغداد او نورو ښارونو کې په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ فرانس هم په عراق کې د لاریونوال پر ضد د زور کارولو غندنه کړې ده. نوموړي ویلي، د لاریونوالو پر وژنه سخت خواشینی دی، او اعلان یې کړی چې راتلونکی کال به عراق ته سفر کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption عراق کې د اکتوبر میاشتې راهیسې پیل شویو لاریونونو کې کابو ۴۰۰ کسان وژل شوي

اعتراض کوونکي د حکومت پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي. دوی د فساد ختمولو او عامو خلکو ته د ښو خدماتو غوښتنه کوي.

څو ورځې وړاندې په عراق کې د شیعه ګانو مذهبي مشر ایت الله علي السیستاني د لاریونوالو پر ضد د حکومت زور زیاتی وغانده. نوموړي پر پارلمان غږ وکړ چې د حکومت ملاتړ ختم کړي، او همدې خبرې لومړی وزیر مهدي استعفا ته اړ ایست.

د یکشنبې پر ورځ د عراق پارلمان خپله بېړنۍ غونډه کې د لومړي وزیر مهدي استعفا ومنله.

ښاغلی مهدي څه باندې یو کال وړاندې د عراق لومړی وزیر شو او واک ته له رسېدو سره یې د اصلاحاتو ژمنه وکړه، خو دا ژمنه یې تر اوسه پوره کړې نه ده.

په تېره اکتوبر میاشت کې ځوانو عراقیانو په پلازمېنه بغدا کې د روان وضعیت په اړه لاریونونه پیل کړل.

له هغو لومړیو لاریونونو وروسته لومړي وزیر مهدي په خپله کابینه کې بدلونونه راوستل، د یو شمېر جګپوړو چارواکو د معاشونو کمولو اعلان یې وکړ او ځوانانو ته د کار موندلو ژمنه یې هم وکړه.

خو اعتراض کوونکو نیوکه کړې چې د دوی غوښتنې نه دي منل شوې او یو ځل بیا یې احتجاجونه پیل کړي.

دا احتجاجونه اوس د عراق ګڼو ښارونو ته غځېدلي، چې پکې د سلګونو اعتراض کوونکو ترڅنګ لسګونه امنیتي کسان هم وژل شوي دي.

ورته مطالب