کرېکټ: د پاکستان او شري لنکا تر منځ ټیسټ لوبه

په کراچۍ کې شري لنکا له پاکستان سره په دويمه ټسټ لوبه کې په ښه درېځ کې ده. د پاکستان د ١٩١ منډو په ځواب کې شري لنکا په لومړي ځل ٢٧١ منډې وکړې. د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه د باران له امله تېره اوونۍ مساوي ختمه شوې وه. دا له ٢٠٠٩ کال راهيسې لومړى ځل دى چې په پاکستان کې ټسټ لوبې کيږي. لس کاله وړاندې په لاهور کې د شري لنکا پر لوبډلې ډزې شوې وې او له هغه راوروسته په پاکستان کې ټسټ سيالۍ نه وې شوې. ځايي خبريال عرفان خټک يې حال راکوي.