سعودي د خاشقجي وژنې په تړاو پنځه کسان په مرګ محکوم کړل

File photo of Jamal Khashoggi (15 December 2014) د انځور حقوق AFP
Image caption جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ کې دننه ووژل شو.

د سعودي عربستان څارنوالۍ ویلي په دغه هېواد کې یوې محکمې پنځه کسان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په تړاو په مرګ محکوم کړي.

خبریال او د سعودي حکومت یو له سرسختو مخالفینو جمال خاشقجي تېر کال په دویم د اکتوبر د ځینو اداري کارونو لپاره په ترکیه کې د عربستان کونسلګرۍ ته ولاړ او بیا له هغې وروسته ورک شو.

د سعودي عربستان دولت د دې پېښې په اړه هر ډول اړیکه او معلومات رد کړل، خو د نړیوالو فشارونو له امله یې وویل، څېړنو ښودلې چې یو شمېر چارواکو او امنیتي مامورینو په دې پېښه کې لاس لاره.

اوس د سعودي څارنوالۍ ویلي د دغو "خپل سرو عملیاتو" په تړاو ۱۱ کسان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي محاکمه کېږي.

ملګرو ملتونو چې د خاشقجي وژنه یې په کلکو ټکو غندلې وه د سعودي له ولیعهد او نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو د دغې وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستي ځل د خاشقجي د لیدل کېدو دا انځور خپور شو چې کونسلګرۍ ته ننوځي

محکمه چې د تړلو دروازو ترشا ترسره شوې، پر بشري حقونو د څار اداره وايي له نړیوالو معیارونو سره اړخ نه لګوي او سعودي عربستان "په ټوله معنا د حساب ورکونې مخه ډپ کړې ".

د خاشقجي د وژلو په تړاو ډېره ګوته سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته نیول کېږي خو هغه په داسې حال کې چې په دې مسله کې هر ډول لاس لرل رد کړي، درې میاشتې وړاندې یې د سعودي د یوه مشر په توګه ځان ګرم وباله.

د سعودي ولیعهد ویلي ول: 'دا د خاشقجي وژنه داسې مهال شوې چې زه د هېواده د چارو پر څارنه بوخت وم، نو پر دې اساس مسولیت یې ماته راګرځي.'

د انځور حقوق EPA
Image caption د جمال زوی صلاح خاشقجي د پلار له مړینې وروسته په سعودي کې له باچا او ولیعهد سره وکتل.

د سعودي عربستان دا وژل شوی خبریال جمال خاشقچي یو وخت د دې هېواد له نږدې کسانو څخه و، خو امریکا ته یې تر تګ وروسته نوموړي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د محمد بن سلمان په مشرۍ د دې هېواد په دولت نیوکه وکړه.

نوموړی تېر کال په دویم د اکتوبر په میاشت کې د ځینو اداري کارونو لپاره په ترکیه کې د عربستان کونسلګرۍ ته ولاړ او بیا له هغې وروسته ورک شو.

وروسته ترکي چارواکو وویل، داسې شواهد نشته چې وښیي خاشقجي دې دننه په کونسلګرۍ کې وژل شوی وي او مړی یې ټوټه ټوټه شوی وي.

ترکي چارواکو د نوموړي په وژنه د سعودي عربستان دولت پړ وباله او وروسته د امریکا استخباراتي ادارې د سعودي یو شمېرامنیتي چارواکي دده وژلو تورن کړل او بندیز یې پرې ولګاوه.

د سعودي عربستان دولت د دې پېښې په اړه هر ډول اړیکه او معلومات رد کړل، خو د نړیوالو فشارونو له امله یې وویل، څېړنو ښودلې چې یو شمېر چارواکو او امنیتي مامورینو په دې پېښه کې لاس لاره.

ورته مطالب