ولسي جرګې د سولې لپاره ځانګړی وزارت تصویب کړ

وزارت

د عکس سرچینه، Ministry of Peace Affairs

د عکس تشریح،

ولسمشر غني په چنګاښ میاشت کې د دې وزارت جوړېدو فرمان ورکړی و

د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د سولې په چارو کې د دولت د وزارت رامنځته کېدو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان تائید کړ. ولسمشر غني د روان کال د چنګاښ پر شپږمه د یوه فرمان په ترڅ کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ کړ او د خپل دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي یې د دې وزارت وزیر کړ.

د دوشنبې پر ورځ د ولسي جرګې یو شمیر استازو د دې وزارت جوړېدو سره مخالفت وښود او دا چاره یې له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله.

خو یو شمېر نورو بیا ټینګار کاوه چې د سولې د روان بهیر او د بین الافغاني خبرو د احتمالي پیل لپاره د داسې یو بنسټ جوړېدل اړین دي

د افغانستان د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون له خپل منځي بحثونو وروسته د دوشنبې په ورځ د دې وزارت د جوړېدو په اړه د افغان ولسمشر ۳۳ شمېره فرمان عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

له جنجالونو، مخالفو او همغږو نظرونو وروسته د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل تائید کړل.

د دې وزارت جوړیدل په تېره مشورتي لویه جرګه په غیر رسمي ډول یاد شوي وو.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PEACE AFFAIRS

د عکس تشریح،

سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر نومول شوی

وروسته د سولې له عالي شورا دارالانشا له دې شورا جلا او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره یوځای شوه.

دا وزارت تر دې دمه د خپلو تشکیلاتو او بودجې په اړه معلوماتو ورکولو ته حاضر شوی نه دی.

د ولسي جرګې مالي او بودجوي کمېسیون وايي، د ۱۳۹۹ مالي د بودجې په طرحه کې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ د سولې په نوم وړاندیز شوې دي. اوس د دې وزارت په جوړېدو سره به دا پیسې د بودجې په طرحه کې د همدې وزارت په نوم شي.

له دې مخکې د دې وزارت وزیر عبدالسلام رحیمي ویلي وو، دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره تګلارې جوړې کړي او خبرو ته بشپړ چمتوالی لري.

خو طالبانو له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې رد کړې او ټینګار کوي چې بین الافغاني خبرې به له امریکا سره د هوکړې له لاسلیکېدو وروسته پیلېږي.