ولسمشر غني: هېڅ امنیتي مسوول د یوۀ افغان د وژلو حق نه لري

د انځور حقوق Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له امنیتي ادارو وغوښتل چې پولیس د جګړې له ډګره وباسي او خپل اصلي کار کې ښکېل شي چې هغه د قانون پلي کول دي.

ولسمشر غني کابل کې د ستر پاسوال رازق اکېډمۍ نه د ۴۵۵ پولیسو د فارغېدو غونډې ته وینا کې دا خبره وکړه.

د ښاغلي غني په خبره، دا ځواکونو له تېرو اتلسو کلونو جګړه کې ښکېل و او اوس د دې اړتیا ده چې د پولیسو پر کار بیا کتنه وشي.

د هغه په خبره، د افغانستان ټولې امنیتي او دفاعي ادارې جګړه کې نه شي بوختېدلی: "موږ باید خپله اراده په منسجم عملي پروګرام بدله کړو او د پولیسو اساسي دندي ته لومړیتوب ور کړل شي چې هغه د قانون پلي کول دي".

د ولسمشر غني په خبره، باید د پولیسو په ټولو هغو دندو بیا غور وشي چې پر دوی تپل شوې دي.

ولسمشر غني دې ناستې ته وینا کې دا هم وویل، چې یوازې محکمه د یو چا د اعدامولو حکم کوي، پولیس دا حق نه لري.

هغه د کومې امنیتي ادارې د نوم اخیستو پرته خپلو خبرو کې زیاته کړه:

"هیڅ امنیتي مسوول د یو افغان وګړي د وژلو حق نه لري. قانون اجازه نه ده ور کړې. اعلى سر قومندان هم دا حق نه لري".

د ولسمشر په خبره، قانون پولیس ته د وسلې کارولو حق ور کړی، خو باید اندازه یې مالومه وي:

"که یو کس په جلب نیولی شئ، ولې خاص عملیات وشي".

ولسمشر غني پولیسو ته وینا کې دا هم وویل، چې اول مغز او فکر پولیسو ته پکار دی، بیا اخري رجوع وسلې کارولو ته کېږي:

"زموږ وګړي ښار کې دا نه غواړي چې پولیس ان یو غل ووژني، بلکې د اعدام حکم یوازې محکمه ور کوي"

هغه دا هم وویل، چې اغېزناک مدیریت، پېژندلو او اخلاقو سره د خلکو باور ترلاسولی شئ.

"قانون د وسلې کارولو حق در کړی، خو پولیسو باید د وسلې کارولو کې سنجیده وي".

ولسمشر غني وویل، د پولیسو اکېډمۍ بهتره شوې، خو پر کورنیو چارو وزیر یې غږ وکړ چې دې برخه کې پانګونه وکړي

ورته مطالب