پاکستان ته تللې ماډله له خور سره مړه شوه

د انځور حقوق INSTAGRAM

له برتانیا دوه خویندې پاکستان ته تللې وې او د چارواکو په خبره، هلته ګاز نیولې او خپل کور کې مړې شوې دي.

د برتانیا د لنکشایر د پرېسټن سیمې ۱۸ کلنه نادیه او ۲۴ کلنه ماریه د پاکستان میرپور ښار ته په چکر تللې وې.

ماریه ماډله وه او خور یې نادیه هم زدکوونکې وه.

پولیس وايي، د دې دواړو د مړینې په هکله کوم ډول شکي چارې نشته او د پېښې ځای کې هم داسې سندونه نشته چې وښيي دا پېغلې په کوم بل سبب مړې شوې دي.

پولیسو دواړه خوندې توشپلې (پوسټ مارټم کړې) دي.

اته ورځې وړاندې دا پېښه شوې ده.

د پولیسو ویاند وايي، ګازډبه، نللیکه او د نجونو اړخ په اړخ اوښتل یې پوره ارزولي او د پېښې د ځای له پوره ارزونې وروسته داسې شواهد نه دي موندل شوي چې پر بل لامل شک وښودل شي.

پرېسټن کې د مېرمنو جومات امام حیدر علي وايي، د دې خویندو مرګ سخت خواشینی کړی دی.