د ټرمپ سفر پر ورځ ډیلي کې تاوتریخوالی؛ اوه کسان وژل شوي

هند د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ټرمپ لا ډیلي ته نه وو رسېدلی چې تاوتریخوالی پیل شو

د هند په پلازمېنه نوي ډیلې کې د تابعیت د جنجالي قانون پر سر د اعتراضونو لړ کې نن دوشنبه یو ځل بیا تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې د یو پولیس په ګډون اوه کسان پکې وژل شوي. دا پېښې هند ته د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر پر لومړۍ ورځ شوې دي.

د دې قانون د ملاتړو او مخالفینو ترمنځ د اونۍ په پای کې تاوتریخوالی یو ځل بیا پیل شوی. پولیس وايي په دې اخ و ډب کې د یوه لوړ پوړي پولیس افسر په ګډون څو تنه افسران ټپیان شوي هم دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبه هند ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړ. دا هند ته د ښاغلي ټرمپ لومړی سفر دی. نوموړي دوشنبه ماسپښین په ګجرات ایالت کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یو ځای یوې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه.

امریکایي ولسمشر په خپله اوږده وینا کې د هند د تاریخ ګڼو مهمو څېرو ته اشاره وکړه، او د کرېکټ او بالیوډ سینما د اغېز په اړه هم وغږېد.

ښاغلی ټرمپ به د دې سفر په ترڅ کې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي. نوموړي په یوه لوبغالي کې ور ټولو شویو کسانو ته وویل، هند د امریکا په زړه کې ځانګړی ځای لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د خپل سفر پر مهال د مهاتما ګاندي موزیم ته هم ورغی

هغه د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ستاینه هم وکړه او هغه یې یو تکړه مشر وباله. خو د اورېدونکو پام شو چې ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د ګڼو هندي ټکو ناسم تلفظ وکړ.

د جلسې په ځای کې د بي بي سي خبریال وایي، ډېری کسان د ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهال له غونډې ووتل.

د امریکا ولسمشر داسې وخت کې هند ته سفر کوي چې لومړی وزیر مودي د خپل حکومت د ځینو وروستیو پرېکړو له کبله تر سختو نیوکو لاندې دی.

په احمد اباد کې لوې غونډې نه وروسته د امریکا ولسمشر له خپلې مېرمنې مېلانیان ټرمپ سره یو ځای د نړۍ یو تر ټولو مهم کلتوري میراث، یعنی تاج محل ته ولاړ.

پر خواله رسنیو د ښاغلي ټرمپ او لومړۍ مېرمنې انځورونه ښیي چې دواړه د تاج محل مخې ته ولاړ دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ خپله وینا کې د هند د تاریخ د مهمو څېرو او د کرېکټ او بالیوډ د اغېز په اړه هم وغږېد

په دسمبر میاشت کې د هند پارلمان د تابعیت په اړه یو جنجالي قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوي.

مخالفینو نیوکه کوي چې د هند حکومت په دې کار سره خپل تر ۲۰۰ میلیونو ډېر مسلمان وګړي څنډې ته کوي.

د دې قانون له تصویب کېدو وروسته په ګڼو ښارونو کې احتجاجونو پر مهال تاوتریخوالی شوی.

ورته مطالب