کابل کې چاودنې ۹ کسان ټپیان کړل؛ طالبان وایي دوی پورې اړه نه لري

چاودنه د انځور حقوق Getty Images
Image caption کورنیو جارو وزارت وایي چې چاودنه کې ۹ کسان ټپیان شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن چارشنبه ماسپښین مهال د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې یوې موټرسایکل بم چاودنې ۹ کسان ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې چاودنه د فیض محمد کاتب څلور لاري کې شوې ده.

خو وسله والو طالبان په یوه سملاسي غبرګون کې ویلي چې دا چاودنه دوی پورې اړه نه لري او د "شومو استخباراتي حلقو" هڅه کېدلی شي.

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا کار ښایي د "بدګومانۍ رامنځته کولو لپاره شوی وي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوونۍ نن پنځمه ورځ ده. امریکا او وسله والو طالبانو د خپلمنځي خبرو له لارې په دې اوونۍ کې پر یو بل د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه.

همدا راز افغان حکومت هم هوکړه کړې چې په دې اوونۍ کې به د طالبانو پر مرکزونو بریدونه نه کوي، خو که پر افغان امنیتي ځواکونو برید وشو نو ځواب به ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا او طالبان به د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه خپلمنځي هوکړه لاسلیکوي

ټاکل شوې ده چې د تاتریخوالي د اوونۍ په پای کې، یعنی راتلونکې شنبه امریکا او افغان طالبان د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د دې هوکړې له مخې به په لومړي پړاو کې افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموي، او له هغه وروسته به ګوري چې دایمي پایله څه راووځي.

خو نوموړي ویلي چې په افغانستان او سیمه کې به تلپاتی استخباراتي شتون ولري، او که له دې ځایه بیا پر امریکا برید وشو نو دوی به پوره ځواک سره ځواب ورکوي.

ورته مطالب