امریکا د غني‌ او عبدالله اختلافونو له کبله افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي

پمپیو د انځور حقوق Getty Images
Image caption مایک پومپیو ویلي، که افغان مشران جوړجاړی وکړي نو امریکا پر خپله پرېکړه له سره غور کولی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.‌ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي‌ کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونه شو او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور کوي.

اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.‌

اعلامیه زیاتوي د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي، او له همدې کبله امریکا په لومړي ګام کې سږ کال له افغان حکومت سره خپلو مالي‌ مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.‌

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي‌ او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي‌ مرستو له سره غور کوي.‌

اعلامیه وایي،‌ امریکا د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي‌ چې د سیاسي‌ موخو لپاره کېږي او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي‌ چې د دې عملیاتو امر ورکوي‌ او نه د هغو کسانو ملاتړ کوي‌ چې د موازي‌ حکومت خبره کوي.‌

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلي پومپیو دوشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل

د امریکا حکومت په اعلامیه کې د افغان سیاسي‌ مشرانو کړنې نامسئولانه بلل شوې دي‌ او نیوکه پرې شوې ده چې طالبانو سره د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره یې تر اوسه یو ټولشموله پلاوی نه دی جوړ کړی.‌

د اعلامیې په پای کې راغلي،‌ که افغان مشران یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي‌ چې امنیت تامینولی او د سولې د بهیر ملاتړ کولی شي نو امریکا چمتو ده چې پر خپله نننۍ پرېکړه له سره غور وکړي:

"موږ بیا هم ټینګار کوو چې د اوسني اختلاف یوازنۍ حل لار سیاسي هوکړه ده. موږ پوهېږو چې افغان مشران د افغانستان- امریکا د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړې سره سم عمل نه کوي او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د یوه ټول اړخیز ټیم جوړولو او د دواړو لورو د بندیانو خوشي کولو کې په اساني را وستلو کې پاتې راغلي دي. دا هغه هڅې دي چې سیاسي هوکړې ته رسېدو او پراخ اوربند ټینګولو کې مرسته کولی شي. په دا مهال موږ لا هم د امریکا او طالبانو د تړون د مادو او شرایطو له مخې د خپلو ځواکونو د مشروط اېستلو په چاره بوخت یو".

اعلامیه زیاتوي چې امریکا د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې نه دروي او په همدې موخه د کورونا وېروس پر ضد هڅو لپاره له افغانستان سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۲۳) د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر محمد اشرف غني او له پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې جلا کتنې وکړې.

د نوموړي سفر له بشپړېدو سملاسي وروسته پر افغان خواله رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې نوموړی د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ جوړجاړي کې پاتې راغلی او له کابله ناخوښ روان شوی.

په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې روان دی. له امریکا وړاندې روسیې او ایران هم د دې وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption مایک پومپیو کابل کې له ښاغلي عبدالله سره هم لیدلي دي

د افغان ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او سند یې هم ور کړ، خو عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې او د موازي حکومت خبره یې وکړه.

هغه مهال هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.

خو د مارچ پر نهمه چې ولسمشر غني د دویم ځل لپاره لوړه کوله، ور سره عبدالله عبدالله هم ځان ته د لوړې مراسم جوړ کړي وو.

له دې موازي مراسمو څو ساعته وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، امريکا پر دې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.

پر ۲۰۱۴ کال هم چې ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي شوې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړتوب د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

ورته مطالب