کورونا وېروس: هند خپل له یو میلیارد ډېر وګړي په کور کېنوي

Indian policemen patrol amid a nationwide lockdown over the highly contagious novel coronavirus د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند حکومت اعلان کړی چې نوي بندیزونه به ۲۱ ورځې دوام کوي

د هند لومړي وزیر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره به په ټول هېواد کې ګرځ بندیز لګوي او ټول ځایونه به بند وي. له دې ګام سره به د هند ټول نفوس، چې ۱ اعشاریه ۳ میلیارده وګړي دي، په کورونو کېني. دا بندیز به سې شنبې د شپې له ۱۲ بجو پیلېږي او ۲۱ ورځې به دوام کوي.

لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل ولس ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل،‌ له کورنو په وتلو به بشپړ بندیز وي. هند کې تر دې دمه د کورونا وېروس ۵۱۹ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، او لس کسانو خپل ژوند بایللی.

هند روانه اوونۍ په ازمېښتي ډول دا بندیزونو لګولي وو، خو اوس یې د پلي کولو رسمي پرېکړه شوې ده.

د ټولې نړۍ په کچه له ۴ لکو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي، او تر دې دمه ۱۷ زره کسان د دې وېروس له کبله وژل شوي‌ دي.‌

پاکستا کې وروستی وضعیت:

پاکستان کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۹۵۸ ته رسېدلی دی او ۷ کسان تر دې دمه د دې وېروس له کبله وژل شوي دي.

په ټول پاکستان کې بازارونه، دفترونه او تعلیمي ادارې بندې دي او پر بهرنیو او کورنیو الوتنو هم بندیز لګېدلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وېروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې هم رامخې ته شوې دي. له دې سره په ټول پښتونخوا ایالت کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خیبر پښتونخوا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۸ ته رسېدلی

په مرکزي ښار پېښور کې ۱۲، مانسهره کې ۳، مردان کې ۶ او بونیر، چارسدې، کرک او سویلي وزیرستان کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبته شوې ده.‌

ایالتي‌ حکومت په ډېره اسماعیل خان کې دې ناروغانو ته ځانګی مرکز جوړ کړی. په دې مرکز کې دا مهال د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۵۳ تنه دی.‌

ایټالیا کې مړي ډېر، خو مثبتې پېښې کمې شوې:

د ایټالیا حکومت ویلي چې یوازې د سې شنبې پر ورخ په دې هېواد کې ۷۴۳ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.‌

وروستۍ شمېرې وایي چې په ټوله ایټالیا کې ۶۸۲۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي.

خو چارواکي ټینګار کو‌ي چې په تېرو پرله پسې څو ورځو کې دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی،‌ او داسې ښکاري چې د حکومت سختو بندیزونو ګټه کړې ده.‌

ایټالیا د اروپا په کچه د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی. له ایټالیا وروسته اسپانیه کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې رامخې ته شوې دي.

اسپانوي چارواکو ویلي چې په دې هېواد کې یوازې د سې شنبې پر ورځ څه باندې پنخه سوه کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي. ‌

کورونا وېروس اولمپک لوبې هم وځنډولې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption توکیو کې د سږ کال اوړي اولمپک لوبې هم د کورونا وېروس له کبله وځنډول شوې

بله خوا د اولپمک نړیوالې کومیټې هم سه شنبه اعلان وکړ چې سږ کال اوړی به د جاپان پلازمېنه توکیو کې د اولمپک لوبې نه ترسره کېږي.

یاده کومېټه له څه مودې راهیسې تر سخت فشار لاندې وه چې دا لوبې وځنډوي،‌ او اوس پرېکړه شوې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي‌ کې به ترسره کېږي.‌

د کاناډا او اسټرالیا هېوادونو وار د مخه اعلان کړی و چې سږ کال به دې لوبو ته خپل لوبغاړي نه استوي.‌

ووهان کې بندیزونه نرمېږي:

بله خوا د چین په ووهان ښار کې، چې د کورونا وېروس لومړۍ پېښې پکې رامخې ته شوې وې،‌ اوس وضعیت بېرته په ښه کېدو دی.‌

ځایي چارواکو اعلان کړی دی چې د اپرېل میاشتې له ۸مې نېټې به دې ښار کې لګېدلي سخت بندیزونه نرم شي.‌

د سې شنبې پر ورځ په ټول ووهان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوه، په داسې حال کې چې تېرو څو ورځو کې هېڅ مثبته پېښه هلته نه وه ثبت شوې

ورته مطالب