طالبان: بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي؛ زموږ پلاوی بېرته ستون شوی

بندیان

د عکس سرچینه، ONSC AFGHANISTAN

د عکس تشریح،

ولسمشر محمد اشرف غني تېره مارچ میاشت کې د طالب بندیانو د خلاصون فرمان صادر کړی و

وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي. یاده ډله وایي چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته همدا راز وویل چې کابل ته تللی پلاوی یې بېرته ستون شوی دی. دې پلاوي له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو سره د بندیانو پر موضوع خبرې کولې.

له دې وړاندې افغان حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې سل تنه طالب بندیان یې خوشي کړي دي. دا بندیان د هغه فرمان له مخې خوشي شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر ۱۱مه نېټه صادر کړی و.

یاد بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت، د بند پاتې شوې موده او د کورونا وېروس ګواښ ته په کتو خوشي شوي دي.

د عکس سرچینه، ONSC AFGHANISTAN

د عکس تشریح،

ملي امنیت شورا وایي، خوشي شویو بندیانو ژمنه کړې چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، دا سل تنه بندیان په هغه لېست کې وو چې د طالبانو تخنیکي پلاوي د خپلو غونډو په ترڅ کې د افغان حکومت له پلاوي سره شریک کړی و.

اعلامیه وایي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې او لویې څارنوالۍ دا خوشي شوي زندانیان په کره توګه چاڼ کړي دي او دوی ژمنه کړې ده چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي. اعلامیه وایي، په دوحه کې د طالبانو مشرانو هم افغان حکومت ته د دې خبرې ضمانت ورکړی دی.

د ملي امنیت شورا وایي، د خوشي شویو طالب زندانیانو بایومټرېک مالومات اخیستل شوي.

د اعلامیې په پای کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې بهیر پر مخ وړلو لپاره له طالبانو سره ګډ تخنیکي کار ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو سه شنبه تور پورې کړ چې د بندیانو د خلاصون موضوع په بېلابېلو پلمو په لوی لاس ځنډول کېږي، او دوی له همدې کبله خپل تخنیکي پلاوی له کابله بېرته ور غواړي.

د عکس سرچینه، SUHAILSHAHEEN1

د عکس تشریح،

د طالبانو ویاند سهیل شاهین سه شنبه ویلي وو چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي.

افغان حکومت سه شنبه ویلي وو چې د بندیانو د خلاصون موضوع پېچلې ده او باید دې برخه کې بیړه ونشي.

افغان چارواکو همدا راز ټینګار کړی و چې هغه طالب بندیان چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو، نه خوشي کېږي.

خو طالبان بیا ټینګار کوي چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید د دوی ټول پنخه زره بندیان خوشي شي.

داسې ښکاري چې اصل جنجال د هغو ۱۵ طالب بندیانو په اړه دی چې افغان حکومت یې په لویو بریدونو کې ښکېل بولي او خوشي‌ کولو ته یې چمتو نه دی.

بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان سیاستوال او طالبانو غږ کړی چې خپلو منځو کې سره خبرو ته کېني او د خپل هېواد ۴۰ کلنه غمیزه پای ته ورسوي.

ښاغلي پومپیو تېره شپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، ټولې ښکېلې غاړې پوهېږي چې امریکا د دوی لپاره هر څه نشي کولی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مایک پومپیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا له طالبان سره خپلې هوکړې ته ژمنه ده

ښاغلی پومپیو دا څرګندونې له هغه وروسته کوي‌ چې طالبانو له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع خبرې ودرولې او له کابله یې د خپل تخنیکي ټیم بېرته ور غوښتلو اعلان وکړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوی له پیله پوهېدل چې په دې پروسه کې که یو ګام پرمختګ کېږي نو ځینې شا ته تګ هم شونی دی.

مایک پومپیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا له طالبان سره خپلې هوکړې ته ژمنه ده او د هغو شرطونو پر اساس چې دې هوکړه کې یاد شوي، افغانستان کې به د خپلو پوځیان شمېر کموي.