کورونا وېروس: بریتانیا کې محدودیتونه وغځېدل؛ ایران کې د مړو خاورو ته سپارلو کې ستونزې

ایران

د عکس سرچینه، MEHR

د عکس تشریح،

د نړۍ ګڼو هېوادونو کې لګېدلي محدودیتونه لا هم پر خای دي

په نړۍ کې د کورونا ویروس ناروغانو شمېر ۲ میلیونه ۹۰ زره کسانو ته رسېدلی دی او د دغې ناورغۍ له کبله د مړو شمېر تر اوسه پورې ۱۳۹ زره کسانو ته رسېدلی دی.

برتانیا کې حکومت د کورونا ویروس مخنیوي اقداماتو لړ کې پر ګرځېدو راګرځېدو د دریو اونیو لپاره محدودیتونه نور هم غځولي دي.

د برتانیا په روغتونونو کې نن د کورونا ویروس له کبله د ۸۶۱ کسانو له مړینې وروسته په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۳ زره ۷۲۹ کسان مړه شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر بل هر هېواد ډېر دی. په دغه هېواد کې ۶۴۰ زره کسان پر دغه ویروس اخته دي او د مړینې شمېر ۳۰۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

امریکا کې د مارچ له نیمايي راهیسې ۲۱ میلیونه کسانو دندې له لاسه ورکړې دي. برتانیا کې حکومت د کورونا ویروس مخنیوي اقداماتو لړ کې پر ګرځېدو راګرځېدو د دریو اونیو لپاره محدودیتونه نور هم غځولي دي.

د هند پلازمېنه ډیلي کې حکومت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرولو په تور د تبلیغي جماعت ځايي مشر محمد سعد کندهالوي خلاف د غیر قصدي‌ وژنو تور له مخې دوسیه ثبت کړې ده.

د عکس سرچینه، Mizan

د عکس تشریح،

ایران کې ویل کېږي چې د مړو تکفین او خاورو ته سپارل ستونزمن شو يدي

د ایران عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، په هېواد کې یې په یوه ورځ کې ۱۶۰۶ نور کسان پر کورونا ویروس اخته شوي، چې ټولټال شمېر ۷۷۹۹۵ کسانو ته ورسره رسېدلی دی.

د رسمي شمېرو له مخې د کورونا ویروس له کبله د ۹۲ نورو کسانو له مړینې وروسته په ایران کې د مړینې ټولټال شمېر ۴۸۶۹ کسانو ته رسېدلی دی، چې د منځني ختیځ د بل هر هېواد پرتله ډېر شمېر دی.

خو په ایران کې د دغې وبا مرکز قم ښار د مړستون له تصویرونو ښکاري چې د دغه هېواد چارواکي د مړو تکفین او تدفین برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په اسپانیا کې په یوه ورځ کې د ۵۱۱ کسانو له مړینې وروسته د کورونا ویروس له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

اسپانیا له هغو هېوادونو یو دی، چې کورونا ویروس پکې خورا ډېر کسان اغېزمن کړي دي، خو ویل کېږي، د محدودیتونو له کبله تېرو دوو اونیو کې د مړینې شمېر کم شوی دی.

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح،

په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۲ میلیونه ۹۰ زرو ته رسېدلی دی

د اسپانیا او فرانسې تر منځ یو کوچنی هېواد اینډورا چې ټولټال نفوس یې ۷۷ زره کسانو ته رسېږي، د کورونا ویروس له کبله سخت اغېزمن شوی او ۶۷۳ وګړي یې پر دغه ناورغۍ اخته دي، چې ۳۳ یې مړه شوي دي.

حکومتي ویاند وايي، هېواد ته یې هر کال تر شپږ میلیونو پورې سیلانیان ورځي او ښايي له همدې کبله ویروس خپور شوي وي.

په دغه هېواد کې د درملنې اسانتیاو لږوالي له کبله د ډاکټرانو او نرسانو یوه ۳۹ کسیزه ډله له کیوبا دغه هېواد ته بلل شوې ده.

د برتانیا په روغتونونو کې نن د کورونا ویروس له کبله د ۸۶۱ کسانو له مړینې وروسته په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۳ زره ۷۲۹ کسان مړه شوي دي.