کورونا وېروس: نړۍ کې دوه نیم میلیونه مثبتې پېښې؛ بریتانیا کې واکسین ازموینې ته چمتو شو

The vaccine to be used in trials

د عکس سرچینه، Sean Elias

د عکس تشریح،

د بریتانیا په اکسفورډ او لندن پوهنتونونو کې پر واکسین جتک کار روان دی

د کوویډ - ۱۹ وېروس په هکله د جانز هاپکنز پوهنتون وروستي معلومات ښيي چې په نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته ناروغانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوښتی دی. تر اوسه د نړۍ په لر او بر کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۷۶ سوه زره کسان مړه شوي دي.

د برتانیا په روغتونونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۸۲۸ کسان مړه شوي. دې هېواد کې د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ورسره ۱۷۳۳۷ کسانو ته رسېدلی دی.

بل لور ته د بریتانیا ملي روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد یې د کورونا وېروس ضد واکسین چمتو کولو لپاره ټول وس او توان کاروي.

د نوموړي په وینا بریتانیا د دغه ډول واکسین چمتو کولو لپاره تر بل هر هېواد ډېرې پیسې لګولې دي.

نوموړي په اکسفورډ پوهنتون او لندن امپریال کالج کې د روانو ازموینو یادونه وکړه، چې په وینا یې چټک پرمختګ کوي.

ښاغلی هنکوک وايي، حکومت به د اکسفورډ څېړونکې ډلې ته د واکسین کلینکي ازموینې لپاره ۲۰ میلیونه پاونډ ورکړي، چې پر خلکو به د پنجشنبې له ورځې ازموینه پیل کړي.

د نورې نړۍ وروستی حال:

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا ته له نورو هېوادونو د وګړو پر هر ډول ورتګ بندیز لګوي

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس (ایس پي اې) په یوه رپوټ کې ویل شوي، حکومت د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره بېلا بېلو ښارونو کې د پلي شوي ګرځبندیز وختونه بدلوي.

ویل کېږي چې له دې ګام سره به د روژې میاشتې په شپو، ورځو کې خلک ته د اړتیا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره زیات وخت ولري.

اوس سعودي کې د ګرځبندیز په سیمو کې د ګهیځ له شپږو د ماسپښین تر دریو بجو پورې خلکو ته اجازه ورکول کېږي، چې سوپر مارکیټونو او روغتیايي مرکزونو ته د تلو لپاره له کوره ووځي.

په رپوټ کې ویل شوي، په روژه کې به دغه نرمښت له نهو تر پنځو بجو پورې وي.

هلته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هېواد ته د نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ د موقتي بندیز لګولو خبره کړې ده.

امریکا او اروپايي هېوادونه دا مهال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، چې اروپا کې تر ۱۰۰ زره ډېر کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي او او په امریکا کې له کورونا وېروسه د اغېزمنو کسانو شمېر ۷۸۸ زره تنو ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ملګرو ملتونو د کورونا وېروس له کبله د بېسارۍ قحطۍ خبرداری ورکړی

د جي ۲۰ هېوادونو یوې اړوند ډلې ویلي، د کورونا وېروس وبا له کبله د روغتیا په نړیوال سازمان کې نیمګړتیاوې برالا شوې دي.

همدا راز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د کورونا وېروس وبا پر مهال کډوالې ښځې او نجونې د جنسي زور زیاتي له سخت خطر سره مخامخ دي.

له چینه رسېدلي رپوټونه وايي، پر ګرځېدو راګرځېدو له دوه میاشتنیو محدودیتونو وروسته د ژوند چارې په کرار - کرار عادي حالت ته ګرځی او د یکشنبې پر ورځ پلازمېنه بیجینګ کې د سیل ۷۳ تړلي ځایونه د سیلانیانو لپاره پرانیستل شوي دي.

او په یوه جلا پرمختګ کې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د کورونا وېروس له کبله په نړۍ کې بېسارې قحطي رامنځته کېدلی شي، او پر حکومتونو یې غږ کړی چې باید د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.