ولسمشر مینه والې ته: ژر عکس واخله چې پولیس رانشي

One person taking a picture of three people

د عکس سرچینه، Nwabisa Makunga

د عکس تشریح،

د سویلي افریقا ولسمشر له دوو ښځینه میونه والو سره عکس اخلي

د سویلي افریقا پر ولسمشر سېرل رامافوسا له دې کبله نیوکې شوې دي چې له یو شمېر ښځینه مینه والو سره یې سېلفي عکس اخیستی، سره له دې چې پر ملي تلویزیون یې خلکو ته د کورونا وېروس له کبله د ټولنیز واټن ساتلو سپارښتنه کړې وه.

پر خواله رسنیو یوې خپرې شوې ویډیو کې ولسمشر رامافوسا له دوه ښځو سره د عکس اخیستو په حال کې لیدل کېږي. نوموړی دې ښځو ته وایي،‌ ژر عکس واخلئ، هسې نه چې پولیس مو ونیسي.

له دې خبرې سره پخپله ولسمشر رامافوسا او دواړه ښځې په لوړ غږ خاندي.

له عکس اخیستو وروسته ولسمشر دواړو ښځو ته وایي، که د پولیسو لخوا نیول کېږم نو ښه به وي چې تاسې سره مې ونیسي.

داسې ښکاري چې د دې پېښې پر مهال ولسمشر رامافوسا د ورزش لپاره له کوره بهر وتلی و.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو د هغه پر دې کړنه سختې نیوکړې دي او وایي، کله چې ولسمشر پخپله داسې لا پروایي کوي نو له عامو خلکو څه ګیله پکار ده. ‌

تېره اپرېل میاشت کې هم پر نوموړي له هغه وروسته ملنډې ووهل شوې چې پر ملي تلویزیون د خپلې وینا په پای کې یې د ماسک اغوستلو هڅه وکړه، خو بریالی نشو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له دې مخکې هم د سویلي افریقا ولسمشر د خپلو کړنو له کبله له نیوکو او ملنډو سره مخ شوی

‌دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې پر ورځ سویلی افریقا کې د کورونا وېروس شاوخوا دولس سوه تازه پېښې ثبت شوې. دا تر دې دمه سویلي افریقا کې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.‌

سویلي افریقا د نړۍ په کچه د کورونا وېروس ضد ځینې تر ټولو سخت بندیزونه لګولي وو، خو حکومت اوس ګام په ګام پکې نرمښت راولي.

یاد هېواد په ټوله افریقا کې د کووېډ-۱۹ تر ټولو ډېر ناروغان لري چې شمېر یې له ۱۵ زرو اوښتی. په دې هېواد کې تر دې دمه ۲۶۴ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.

د سویلي افریقا پر امنیتي ځواکونو تور لګول کېږي چې د قرنطین ورځو کې یې د بندیزونو پلې کولو لپاره د خلکو پر ضد له زوره کار اخیستی.