افغانستان کې کورونا وېروس: "که جنازې ته ورنشې، مړی ژوندی درسره ختموي"

  • نورګل شفق
  • بي بي سي - کابل
جکاررټا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په افغانستان کې د کورونا وېروس روان بحران د مړو په تړاو د ځینو خلکو زړونو کې شک او وېره پیدا کړې

'ترور زوی مې زنګ راوواهه چې ترور دې مړه ده، تاسې دې خبر وئ. ما ویل څه تکلیف يې و، هغه خو روغه جوړه وه، کورونا خو به نه وه؟ ویل يې، نه خو سابندي او تبه يې لرله. ادې مې چې ورغله، ویل يې، تابوت يې کلک رانغاړل شوی و. د کور ټولو غړو يې دستکشې او ماسکونه اچولي وو'.

دا د کابل مېشتي حنیف خبرې دي. د ده په غوښتنه يې په دغه رپوټ کې مستعار نوم کارول شوی.

حنیف وايي، ترور يې د کورونا له کبله مړه شوه خو زامنو يې ځکه دا کیسه له نورو پټه ساتلې وه چې بیا به د وېروس له وېرې څوک جنازې ته ورنشي او د دوی په اند 'مړی به يې سپک شي'.

بي بي سي له یو شمېر هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې یې غړي مړه شوي‌ دي.‌

د دې کسانو د مړینې لامل که هر څه وي،‌ خو له دې کورنیو، او همدا راز له روغتیایي چارواکو سره له خبرو مالومېږي‌ چې نن سبا یو شمېر کسان هر مړي ته د کورونا وېروس د مړي په سترګه ګوري،‌ او له همدې کبله یې زړه کې شک او وېره وي.‌

په افغان ټولنه کې ځينې د یو شمېر دودیزو ارزښتونو لامله په دې اند دي چې که د مړي په جنازه کې يې خلک ډېر وي نو دا يې د کورنۍ او مړي د ډېر درناوي ښکارندویي کوي خو که کم وي نو درنښت يې هم کمېږي.

چارواکو بي بي‌ سي‌ ته دا هم ومنله چې ځینې وخت د کورنۍ کړي د کورونا ناروغ ناروغي له خلکو پټه ساتي،‌ او که چېرې دا ناروغ یا ناروغه مړه شي نو کورنۍ یې د مړینې اصلي‌ سبب هم نه په ډاګه کوي.‌

له حنیف مې د ده د ترور زوی جمال شمېره واخیسته چې که اصلي کیسه مالومه کړای شم. زنګ مې ورته وکړ. په تسلیت ویلو پسې مې ترې وپوښتل چې مور يې څنګه وفات شوه؟

په خبرو کې يې د مور د بایللو درد حس کېده. خو د ده د خولې کیسه هغسې نه وه چې حنیف راته وکړه.

جمال راته وویل چې مور يې د تشویش، عصبي فشار او د وزن زیاتوالي تر څنګ ګڼ تکلیفونه لرل خو په وروستیو ورځو کې يې سږو مشکل پېدا کړی و او ساه يې ښه نشوه اخیستلی.

'په زیارتونو مو هم وګرځوله'

جمال راته د خپلې مور د ناروغۍ کیسه وکړه:

'یوه شپه یو دمي سخته مریضه شوه. ابن سینا شفاخانې ته مو بوتله. هغوی يې د سينې اکسرې وکړه، ویې ویل چې تاسې يې يو ټېسټ وکړئ، دا بله مریضي به یې وي.'

ما ویل له بلې مریضۍ مو موخه څه ده؟

نوم يې نه اخیست، ما ویل کورونا کوېد-۱۹؟ ویل يې هو.

په افغانستان کې په دودیز ډول د ځینو خطرناکو ناروغیو یوازې نوم اخیستل هم یو شمېر خلک ښه نه ګڼي.

د کابل د ابن سینا روغتون د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سره دوی د هغې معاینه ونه کړه او کور ته يې بوتله. ولې؟

جمال وايي ځکه يې د مور معاینات ونه کړل چې پر روغتونونو یې باور نشته.

'که زه اوس لږ هم وټوخېږم، نو دوی به راته وايي چې هله کورونا نیولی یې. شفاخانو کې هسې هم چندان امکانات والله که وي، ناروغ هم نه اخلي. نو ځکه مو ټېسټ ونه کړ او بېرته راغلو. موږ پوهېدو چې دا مریضي يې نه ده.'

خو دا مېرمن چې څنګه له روغتونه بېرته کور ته وړل شوې، زامنو يې د معدې شربت پرې خوړلی. جمال وايي، له شربت خوړلو یو شل دقیقې وروسته يې ناڅاپه حالت خراب شو.

روغتون ته يې یوړه او اکسيجن ورته واچول شو خو هلته يې ساه ورکړه او په خبره يې، ډاکټرانو ورته وویل چې هماغه شربت يې سږي وربند کړي او ساه يې ختلې ده.

مړی يې له روغتونه وتېښتاوه:

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح،

داسې هم شوي چې د مړي کورنۍ جسد له روغتونه تښتولی

افغان حکومت د کورونا کوېد-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړه شوي کس خاورو ته د سپارلو او پر جنازه يې یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

لکه پر مړي مېکروب ضد دوا پاشل، غسل ورکول، پر یوه کيمیاوي محلول د غسل د ځای مينځل او د کمو کسانو په موجودیت کې يې جنازه کول.

دغه محدودیتونه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د حج او اوقافو وزارت او ښاروالیو په ګډه همکارۍ پلي کېږي

د رپوټونو له مخې، په نوره نړۍ کې داسې مړي تر عادي هغو یو څه ژور ښخول کېږي او یو نظر دا دی چې له دې سره د وېروس د خپرېدو مخه نېول کېدای شي.

خو ځينې کورنۍ دا نه زغمي چې د زړه د ټوټې وروستی حق یې په دې ډول ادا شي.

حنیف هم وايي چې د ترور زامنو يې نه غوښتل چې مور يې داسې خاورو ته وسپارل شي. د ده په خبره، ډاکټرانو په هغې کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو نښې درک کړې وې.

که څه هم دغه روغتون د کورونا وېروس د تشخیص مرکز نه دی خو مسوولان يې وايي، هره ورځ پر ځان شکمن ګڼ کسان ورځي او دوی د یوې ځانګړې تګلارې له مخې په داسې کسانو کې د کورونا وېروس نښې نښانې څاري او پرې اخته کسان افغان-جاپان روغتون ته معرفي کوي.

افغان-جاپان روغتون په کابل کې د کورونا وېروس د تشخیص یوازېنی مرکز بلل کېږي.

حنیف وايي، د روغتون مسوولانو پر هغوی ټینګار کاوه چې مړی يې پر کورونا وېروس د ککړ کس نښې لري نو باید ځينو ځانګړو روغتیايي لارښوونو ته په پام د روغتیاپالانو تر څار لاندې خاورو ته وسپارل شي.

خو وايي د ترور یتيمانو يې دا کیسه نه منله او همدې ته شله وو چې د هغې مړی خپل کور ته وړي.

حنیف وايي، د روغتون کسانو چې لږ پام په بله شو، دوی له روغتونه د مور مړی و ایست او کور ته يې يووړ.

جمال مني چې نه پوهېږي مور يې څنګه داسې ناڅاپي مړه شوه خو دا نه مني چې ګواکې کورونا دې هغه مړه کړې وي.

دی وايي که نن سبا څوک په طبیعي مرګ هم مړه شي، خلک وايي کورونا مړ کړ.

د روژې پر درېيمه د دې مېرمنې جنازه وشوه. جمال په ډېر فخر راته وویل چې، 'د مور جنازې ته مې غټ مخلوق راغلی و، له لرې لرې ځایونو مو خپلوان او کلیوال راغلل. ټول تره زامن مو تر اوسه ښه کلک راسره ولاړ دي.'

که ناپامي وي او که قصدي خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم مني چې د کورونا له کبله د ځينو مړو شویو افغانانو جنازې له صحي احتیاطي تدبیرونو پرته خاورو ته سپارل کېږي او د دوی له لوري د داسې مړو لپاره وضع شوې سپارښتنې په پام کې نه نېول کېږي.

د ډاکټر یوسف اریوبي کورنۍ -چې لومړۍ يې خور، بیا پخپله ډاکټر یوسف او ورپسې يې ورور د کورونا له کبله مړ شو- راته وویل چې د خور جنازې ته يې ګڼ خلک رابللي وو، ځکه چې دوی نه پوهېدل هغه له کورونا وفات شوې خو د ډاکټر اریوبي او د ورور جنازه يې بیا د محدودو کسانو په موجودیت کې ترسره شوه.

د عکس تشریح،

ډاکټر اریوبي پخپله او د کورنۍ څو غړي یې له کورونا وېروس مړه شول

د ډاکټر اریوبي د خور د معایناتو پایله د هغې تر مرګ وروسته دوی ته رسېدلې وه چې په بدن کې يې کورونا وېروس شتون ثابت شوی و.‌

د کابل د قلعه برقي سيمې یو اوسېدونکی امان رسولي وايي، ډاډه دی چې سپين‌ږیری پلار يې په همداسې يوې جنازې کې تر ګډون وروسته پر کورونا وېروس اخته شو او د مرګ تر کومې ورسېد. دی وايي، که د پښتو او ننګ خبره نه وای، نو پلار به يې جنازې ته نه و ورپرېښی.

د مړي د وروستي حق د ادا کولو او هغه ته د درناوي په موخه له اسلامي نظره هم خلک په جنازه کې ګډون د ثواب کار بولي او په افغان ټولنه کې د مړي او ژوندي د پاللو په مانا ده.

خو د ښاغلي رسولي د پلار له تجربې ښکاري چې اوس ځينې جنازو ته زړه نا زړه ورځي.

'که جنازې ته ورنشې، مړی ژوندی درسره پرېږدي'

په افغان ټولنه کې د مړي ژوندي پالل ډېر مهم بلل کېږي. د چا په واده یا جنازه کې ګډون نه کول په ځينو سيمو کې د مړي ژوندي د پرېښودلو په مانا ده چې کله ان د داسې کورنیو د بیا پخلا کولو لپاره جرګې بلل کېږي او پور یا ناغه ټاکي.

ښاغلی رسولي وايي، د ده پلار هم د مړي ژوندي خبرې مجبور کړی و، ځکه جنازې ته لاړ: 'څو ورځې وروسته ناروغ شو، معاینه يې مثبت وه. شل شپې مې قرنطین کړ او وروسته مې په مور هم شک شو، هغه مې هم دوه هفتې قرنطين کړه. خو شکر اوس دواړه رک روغ دي.'

خو دی له داسې جنازو او کورنیو ګېله من دی:

'ګيله مې له هغو ده چې پر کورونا د اخته مړي کیسه پټوي او جنازې کې ګڼه ګوڼه جوړوي. ضرور خو نه ده. ولې دا خبره پټوي؟ خلک په ځينو داسې وخت خبر شي چې هغه په جوړېدو وي خو نورو ته يې وېروس ورانتقال کړی وي. په دې کې څه شرم دی وروره؟'

خو ښکاري چې په افغانه دودیزه ټولنه کې ځينې کسان د کووېډ-۱۹ او له کبله یې مړینه د ځان او کورنۍ لپاره یو ډول شرم ګڼي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې ځينې کورنۍ یې سپارښتنې په پام کې نه نیسي او کله دوی ته د کورونا له کبله د مړ شوي د جسد له سپارلو هم انکار کوي او روغتیاپالان نه پرېږدي چې مړی "په سم او خوندي ډول" ښخ کړي.

د دغه وزارت مرستیال وزیر وحید مجروح د تېرې می میاشتې پر ۱۱مه نېټه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې ځینې وخت خو د ټينګار پر مهال د مړي د کورنۍ غړو پر ډاکټر لاس هم پورته کړی دی.

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح،

افغان چارواکي مني چې ځینو د ناروغانو کورنۍ ډاکټرانو سره زور زیاتی کوي

هغه د دغه مړي پېژندګلو په ډاګه نه کړه خو د سترګو لیدلی حال يې داسې بیان کړ:

'یوه واقعه ما پخپلو سترګو ولیدله چې زموږ ډاکټر هم پکې ووهل شو. موږ غوښتل هغه مړی ضدعفوني کړو او بیا يې تابوت کې کېږدو خو د کورنۍ غړو يې اجازه رانکړه.'

د حکومت لارښود او د حج او اوقافو وزارت فتوا:

همدې مسلو ته په کتو افغان حکومت د داسې مړو د سم سمبالښت لپاره څه موده مخکې یو ځانګړی لارښود جوړ کړ.

په لارښود کې د کورونا له کبله د مړه شوي کس جسد ته د غسل ورکولو او خاورو ته يې د سپارلو لارې چارې ښودل شوې دي.

لارښود ته په کتو د مړي خاورو ته د سپارلو چاره د عامې روغتیا وزارت، ښارواليو او د حج او اوقافو وزارت په ګډه همکارۍ کېږي.

د کابل ښاروالي وايي، يوازې په پلازمېنه کې يې په تېرو دوو میاشتو کې د ناپېژانده یا بې څښتنه مړو په ګډون د کورونا له کبله د وفات شویو سلو کسانو مړي په یوه ځانګړې هدیره کې روغتیايي لارو چارو ته په پام خاورو ته سپارلي دي.

خو دوی دا شمېرې دې ته په کتو ورکوي چې د ځینو ناپېژانده کسانو مړي عدلي طب ته تر سپارلو وروسته دوی ته ورکړل شوي چې په خبره يې، هغوی معاینه شوي نه دي چې کورونا لري او که نه.

همدا راز ښاغلي مجروح په هغه کنفرانس کې وویل چې تر دې مهاله د کوېد-۱۹ له کبله د مړو شویو ۱۲۲ کسانو له ډلې، زیاتره مړي روغتیايي سپارښتنو ته په پام دفن شوي دي خو په خبره یې،

ځينې داسې پېښې هم لري چې کورنۍ خپل مړي پخپل سر خاورو ته سپاري او د وزارت سپارښتنې نه مني.

د ښاغلي مجروح په خبره، اوس د خلکو همکاري تر پخوا ورسره ډېره شوې ده.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF RELIGIOUS AFFAIRS

د عکس تشریح،

د حج او اوقاقو وزارت د کورونا وېروس ناروغۍ او مړو ښخولو په تړاو ځانګړې فتوا خپره کړې ده

د حکومت او د روغتیاپالانو سپارښتنو ته نه پاملرنې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت اړ کړ چې مذهبي او دیني حساسيتونو ته په پام د یوه ځانګړي ګام په ترڅ کې "فتوا" صادره کړي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر فضل محمد حسيني بي بي سي ته وویل، په فتوا کې راغلي چې داسې مړي باید پټ ونه ساتل شي، کم کسان يې جنازه وکړي او د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم خاورو ته وسپارل شي:

'په فتوا کې په ډېر وضاحت سره ویل شوي چې کله څوک وفات کېږي نو سمدستي دې عامې روغتیا وزارت او ښاروالۍ سره په اړیکه کې شي. د وفات شوي کس هدیرې ته وړل، خاورو ته يې سپارلو مراسم، غسل دا ټول باید مسوول کسان وکړي، نه د مړي د کورنۍ غړي.'

' په جنازه کې يې باید کم کسان ګډون وکړي. ځکه چې دیني احکامو ته په کتو، په ډېرو کمو ان په درو کسانو هم جنازه کېدای شي.'

د حج او اوقافو وزارت هيله من دی چې د افغانستان په څېر مذهبي ټولنه کې به خلک دې فتوا ته غاړه کېږدي او د مړو د سمبالښت او د کورونا د مخنيوي په برخه کې به يې دغه کار ګټور تمام شي.