ایران: د موټر سوځېدنې پېښې عاملینو سره قانوني چلن کوو، خو د هریردو پېښه کې ایراني ځواکونه ښکېل نه وو

بیرغ
د عکس تشریح،

نن په هلمند کې د دې پېښې پر ضد لاریون وشو او خلکو د ایران بیرغ ته اور پورې کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایراني چارواکو یزد ولایت کې یو موټر کې د افغان کډوالو سوځېدنې د پېښې عاملینو سره د قانوني چلن ژمنه کړې. بل لور ته ایران ویلي، هریردو کې د افغان کډوالو ډوبېدو او وژنې پېښه کې د ایران سرحدي ځواکونه ښکېل نه وو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لیوال د ایران په یزد ولایت کې له ځايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي او ډاډ ورکړل شوی چې"د دې پښې عاملین به د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا تر تعقیب لاندې نیول کیږي".

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي لیوال د تېرو دوه ورځو په اوږدو کې له ځايي ایراني چارواکو سره لیدلي او دا پېښه یې څېړلې ده.

دا پېښه د تېرې چارشنبې پر سهار د ایران په یزد ولایت کې هغه مهال رامنځته شوه چې ایراني پولیسو د افغان کډوال پر یو موټر ډزې وکړې او وروسته موټر اور واخسته.

په دې پېښه کې درې افغان وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د سپرلۍ دې واړه موټر ۱۴ تنه لیږدول چې ۱۳ یې افغانان او یو یې پاکستانی وګړی و.

ایراني چارواکي دا مني چې دا موټر د دوی د سرتیرو له خوا ویشتل شوی خو وايي اور لګېدنه په مرمۍ د وېشتلو له امله نه ده رامنځته شوې.

ایراني چارواکي: د هریردو پېښه کې د ایران سرحدي ځواکونه ښکېل نه وو:

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح،

آقای بهاروند گفته که ما مدرکی پیدا نکردیم که این اتفاق در سوی ایران باشد

بل لور ته د ایران دبهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروندي وايي څېړنې یې ښيي چې د هریرود سیند کې د افغان کډوالو د ډوبېدو پېښه کې ایران پوله ساتي سرتیري ښکیل نه وو.

هغه د ایران رسمي خبري اژانس ارنا ته تر اوسه د ترسره شویو څېړنو په اړه ویلي، داسې څه نه دي موندل شوي چې وښيي دا پېښه د ایران په لوري کې شوې ده.

"هر کال ۵۰۰ زره کسان له افغانستانه ایرانه ته په ناقانونه توګه اوړي او ایراني پوله ساتې د یوې ځانګړې رویې له مخې له سرغړوونکو سره چلن کوي ".

ښاغلي بهاروندي ویلي افغان لوري ته یې ویلي چې که د ایران له څېړنو پرته نور سندونه وي نو ایران ته دې وسپاري چې ويې څيړي.

خو نوموړي چې له پېښې وروسته د یوه ایراني پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و ویلي : "کابل ته د ایراني پلاوي د سفر پرمهال یو شمېر انځورونه او مرکې موږ ته سپارل شوي دي ".

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال دا سندونه مهم بللی او ویلي یې دي چې دا سندونه به وڅیړل شي. هغه ویلي دا سندونه اړونده بنسټونو ته سپارل کیږي چې له حقوقي پلوه یې و ارزوي او مالومه کړي چې تر کومې اندازې د تقصیر په ثابتولو کې مرسته کولی شي.

د موټر سوځېدنې پېښې ته غبرګونونه:

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح،

تهران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال د پېښې له قربانیانو سره کتلي دي

د ایران یزد ولایت کې د افغان کډوالو موټر سوځېدنې پېښې ویډیو په خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ده. دې زړه بوږنوونکې ویډیو کې ښودل کیږي چې له موټر لمبې پورته کیږي د موټر په وروستۍ برخه کې یو تن د سوځېدو په حال کې دی او تر خوا یې بل تن چې بدن یې سوځیدلې د اوبو غوښتنه کوي.

له پېښې یوه ژغورل شوي کس ویلي ایراني پولیسو د دوی موټر ته د دریدلو امر وکړ خو موټر چلوونکي د پولیسو امر ته پام ونکړ او ترې روان شو. دغه کس وایي، وروسته پولیسو پر موټر ډزې وکړې او له همدې کبله اور واخست.

دې پېښې ته په غبرګون کې پر خواله رسنیو پراخ غبرګون ښودل شوی. نن یکشنبه په هلمند کې سلګونه کسانو د ایران پرضد لاریون وکړ. دوی دا پېښه وغندله او د ایران بیرغ ته یې اور ورته کړ.