هغه ښوونکې چې پر یو وخت یې له ۲۵ ښوونځیو معاش اخیست ونیول شوه

انامیکا شکلا

د عکس سرچینه، ASHOK SHARMA

د عکس تشریح،

انامیکا شوکلا هغه مهال ونیول شوه چې خپل استعفا یې وړاندې کوله

هندي پولیسو د دې هېواد په اتر پردېش ایالت کې هغه ښوونکي نیولې ده چې د جعلي اسنادو په مرسته یې پر یو وخت له ۲۵ ښوونځیو معاش اخیست.

ځایي چارواکي وایي، انامیکا شوکلا پر یو وخت په ۲۵ ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه ځان راجستر کړی و او له دې لارې یې په تېر یوه کال کې یو کروړ هندۍ کلدارې معاش اخیستی و.

د اتر پردېش ایالت د لومړنیو زدکړو ادارې له انامیکا شوکلا نه یادې قضیې په اړه سپیناوی غوښتی و.

خو اغلې شوکلا د سپیناوي ورکولو پر ځای استعفا وکړه، او کله چې یې خپل استعفالیک چارواکو ته سپارلو نو د پولیسو لخوا ونیول شوه.

پولیس وایي، دا ښوونکې یې د کاس ګنج سیمې د پوهنې ادارې چارواکو په شکایت نیولې ده او دا مهال ورنه پلټنې روانې دي.

خو لا څرګنده نه ده چې انامیکا دا جعلکاري په خپله کړې او که نور څوک هم پکې ښکېل وو.

د کاس ګنج سیمې د لومړنیو زدکړو ادارې یوې افسرې انجلي اګروال د دې قضیې په اړه بي بي سي ته وویل:

"کله چې موږ له دې قضیې خبر شوو نو انامیکا شوکلا نه مو سپیناوی وغوښت. خو هغې د سپیناوي پر ځای د شنبې پر ورځ د یو بل کس په لاس خپله استعفا را ولېږله. دې کس سره د خبرو پر مهال موږ پوه شوو چې پخپله انامیکا هم له دفتره بهر ناسته. موږ پولیس خبر کړل او نوموړې ونیول شوه".

د عکس سرچینه، ASHOK SHARMA

د عکس تشریح،

ځایي چارواکي وایي، له انامیکا پلټنې روانې دي او ژر به د قضیې ریښه پیدا کړي

له نیول کېدو وروسته دې ښوونکې هلته ورټولو خبریالانو ته خپل نوم انامیکا سېنګ وښود، خو وورسته یې پولیس ته بیا یو بل نوم ورکړ.

له لومړنیو پلټنو مالومه شوې چې انامیکا د کاس ګنج ضلعې په فریدپور سیمه کې په یوه ښوونځي کې د ساینس ښوونکې وه.

یاده سیمه کې د لومړنیو ښوونځیو استادان د ۱۲ میاشتني قرارداد پر بنسټ ګومارل کېږي او د میاشتې ۳۰ هندۍ کلدارې معاش ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې د لومړنیو زدکړو ځایي ادارې په سیمه کې د ټولو لومړنیو ښوونځیو د استادانو مالومات راټولول پیل کړي وو، چې په یوه زېرمه یا ډېټا بېس کې یې خوندي کړي.

د همدې پروسې پر مهال د چارواکو پام شو چې د انامیکا نوم په ۲۵ ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه ثبت دی.

له دې موندې وروسته د پوهنې اداره کې چارواکي حیران او وارخطا شول، او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې.

په دې اړه نورې پلټنې روانې دي، خو تر اوسه مالومه شوې ده چې انامیکا په تېر یوه کال کې له بېلابېلو ښوونځیو یو کروړ هندۍ کلدارې معاش راټول کړی.

دا هم لا روښانه نه ده چې دا ټول معاشونه یوه بانکي حساب ته لېږل شوي، که نوموړې بېلابېل بانکونه او حسابونه کارولي دي.

خو چارواکي وایي، له انامیکا یې پلټنې روانې دي او هڅه کوي ژر د دې ټولې قضیې ریښه پیدا کړي.