کابل ښار کې مړینې تېره یوه نیمه میاشت کې څلور چنده ډېرې شوې دي

  • صفي الله امین زاده
  • بي بي سي - کابل
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د بي بي سي موندنې ښیي چې کابل کې د مړینو کچه دې وروستیو اوونیو کې په بېساري ډول ډېره شوې

بي بي سي موندلې چې د کابل ښار ځینو سیمو کې د یوې میاشتې مخکې پرتله مړینې څلور چنده ډېرې شوې دي. دا څېړنه ښيي چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په یوه اوونۍ کې د دې ښار په څه باندې ۳۰ جوماتونو کې شاخوا ۳۰ جنازې شوې وې. خو په تېره یوه اوونۍ کې په دغو جوماتونو کې د جنازو شمېر څه باندې ۱۳۰ ته لوړ شوی دی.

که څه هم افغان پلازمېنه کې د مړینو د ډېرېدو کره لامل معلوم نه دی، خو افغان دولت د دې اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ چې هېواد یې د کورونا ویروس له کبله مرګوني پړاو ته دننه شوی او ددې کړکېچ د کابو کولو لپاره یې نوې تګلارې پلې کړي.

په تېرې یوې نیمې میاشتې کې بي بي سي د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له شاوخوا ۳۰ ملاامامانو سره د خبرو په بنسټ د جنازو د لمونځونو شمېر ثبت کړ. د دې څېړنې په لومړۍ اوونۍ کې په دغو جوماتونو کې۳۷ جنازې ادا شوې وې.

د هرې ورځې په تېرېدو جنازې هم زیاتېدې او د بي بي سي د څېړنې په وروستۍ یا شپږمه اونۍ کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې په ۳۰ جوماتونو کې ۱۳۳ جنازې ادا شوې دي.

درې ورځې وړاندې د کابل والي او په دې ولایت کې له کورونا وېروس سره د مبارزې د کمیټې مسؤل محمد یعقوب حیدري ویلي وو، په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې وضعیت بدل شوی او له عمومي تصور ورهاخوا دی. نوموړي وویل:

"غواړم خپله اندېښنه یوځل بیا په جدي توګه اعلان کړم چې له بده مرغه، په دې وروستیو کې د محدودیتونو د بهیر په پلي کولو کې خلکو له موږ سره جدي همکاري ونه کړه. زه پخپله شپه او ورځ یوازینۍ اړیکې چې ترلاسه کوم، په دې اړه دي چې د دې هېواد له کوچني تر لویه همدا چیغې وهي چې، مور مې ناروغه ده، ورور مې ناروغ دی. دا مړی شوی فلانی مړ شوی او دا چې زموږ مړي ومینځئ. په کورونا د اخته شویو شمېر تر هغې لوړ دی چې موږ یې تصور کوو. په کابل کې شاید تر یو میلیون ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي وي ".

د عکس سرچینه، Kabul Muncipality

د عکس تشریح،

د کابل والي څه موده وړاندې ویلي وو چې په دې ښار کې ښایي یو میلیون کسان په کورونا وېروس اخته وي

په دې وروستیو کې په افغانستان کې خواله رسنۍ، په ځانګړې توګه فیسبوک د جنازو د اعلانونو په سرچینې بدل شوی. د دې شبکو کاروونکي د خپلو خپلوانو د انځورونو په خپرولو نور ملګري د دوی له مړینې خبروي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ کسان د کوېډ ۱۹ ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

خو چارواکي مني چې د دې ویروس قربانیان دې تر دې زیات وي. ډاکټران دا هم مني چې هغوی چې نورې سختې ناروغۍ لري، په کورونا ویروس د اخته کېدو خطر یې ډېر دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس ثبت شوي ۲۲۱۴۲ واقعات لري، چې له دې ډلې ۴۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتیا د برخې چارواکي دا هم مني چې، د تشخیص آسانتیاوو د کموالي له امله، په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر رسمي اعلان شویو شمېرو ډېر دی.

د دې ویروس له امله د مړینو له زیاتېدو سره سره، یو شمېر خلک د وقایې په اړه د روغتیايي چارواکو خبرداري ته کم پام کوي.

افغان چارواکي په وار وار خبرداری ورکوي چې که روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، د کوېډ ۱۹ ناروغۍ تلفات به لا ډېر شي.